اقليمي بدلونونو او وچکالۍ د افغانستان او ایران ولسونه او حکومتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي. ایران پر افغانستان نیوکه کوي چې د هلمند رود کافي اوبه د دغه هیواد ختیځې برخې ته نه رسیږي، په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایې ایران ته يې د اوبو په مسير کې هیڅ خنډ نه دی رامځته کړی.