1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«سعودي د تویتر پخواني کارکوونکي د جاسوسي له پاره ګمارلي ول»

۱۳۹۸ آبان ۱۶, پنجشنبه

د امریکا څارنوالان ادعا کوي چې سعودي عربستان د تویتر ټولنیزې شبکې پخواني کارکوونکو ته د خپلو منتقدینو په هکله د معلوماتو په بدل کې قیمتي ساعتونه او نغدې پیسې ورکړي. په میلیونونو سعودیان په تویتر کې فعاله دي.

https://p.dw.com/p/3Sc68
USA Twitter Logo
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Chiu

د تویتر ټولنیزې شبکې دوه پخواني کارکوونکي او د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یو پخوانی کارکوونکی په امریکا متحده ایالاتو کې له تورنو سره مخامخ دي. پر هغوی تور دی چې د پیسو په بدل کې یې د سعودي عربستان د منتقدینو «جاسوسي» کړې.

د سعودي تبعه علي آل زباره، او امریکایي تبعه احمد ابو امو چې مخکې یې د تویتر له پاره کار کاوه، د چهارشنبې په ورځ پر دې تورن شوي دي چې د بهرنیو اجنټانو په توګه د راجستر کیدو پرته یې د سعودي عربستان له پاره کار کوه.

د تویتر پر دغو دوو پخوانیو کارکوونکو باندې تور دی چې پر نورو سربیره یې د رسنیو د یوه کارکوونکي او د سعودي عربستان د یوه منتقد چې په تویتر کې تر یوه میلیون ډیر «تعقیبوونکي» لري په هکله معلومات د یوه دریم کس چې احمد المطیري نومیږي، په واسطه د سعودي عربستان حکومت ته ورکړي دي.

ابو امو د واشنګټن په «سیاتل» کې نیول شوی او دغه دوه نور کسان په سعودي عربستان کې دي.

د چهارشنبې په ورځ محکمې حکم وکړ چې ابو امو «د پرواز د جدي خطر» له کبله په توقیف کې پاتې شې. په پام کې ده چې هغه د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شي.

د سعودي د منتقدینو د شخصي معلوماتو د راټولو تور

د ابو امو پر ضد په تفصیلي شکایت کې راغلي دي چې هغه په تکراري ډول د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د دوو مشهورو منتقدینو د تویتر  حسابونو ته لاس رسی لره.

یو ځل هغه پر دې توانیدلی چې له دغه حساب سره تړلي د بریښنا لیکونو ادرسونه او تیلفون شمیرې وویني. همداشان هغه د یوه بل منتقد د پيژندلو وړ شخصي معلوماتو ته لاس رسی لرلی دی.

د دې په بدل کې ال زرباه او ابو امو دواړو ته په زرونو ډالر ورکړل شوي او پر دې سربیره یې د ګران بیه ساعت په ګډون نورې بخششۍ هم تر لاسه کړي دي.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دغه معلومات، د تویتر د هغو کاروونکو چې پوسټونه یې کړي دي، د پیژندلو او ځای معلومولو په موخه کاریدلی شوای.»

تویتر له «اف بي آی» مننه کړې خو سعودي عربستان چپ دی

د تویتر ټولنیزي شبکې د متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو «اف بي آی» او عدليې وزارت مننه کړې، چې دغه تحقیقات یې ترسره کړي دي.

په متحده ایالاتو کې د سعودي عربستان سفارت په دې هکله د کومې تبصرې کولو ډډه کړې ده.

د هیومن رایټس واچ څخه د منځني ختیځ په هکله تحقیق کوونکي آدم کوګل، د معلوماتو له مخې د سعودي عربستان د اتباعو له پاره د تویتر ټولنیزه شبکه د خپل نظر د څرګندونو اصلي ځای دی او دا چې د دغه هیواد له ۳۰ میلیونو څخه د زیات نفوس یوه پر دریمه برخه د تویتر فعاله کارونکي دي.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د تیلو بډای خلیجي هیواد او د واشنګټن متحد باندې په متحده ایالاتو کې د جاسوسۍ کولو تور پورې کیږي.

دغه تورونه د جمال خاشقجي د وژنې د یوه کال تر پوره کیدو وروسته رامنځ ته کیږي. جمال خاشقجي چې د سعودي عربستان منتقد خبریال وو په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

sr/ms (Reuters, AP, dpa)