سوریه کې د ایران له ملاتړه پر برخمنو مليشو د امریکا برید
۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبهامریکایي ځواکونو د چهارشنبې په شپه ناوخته د سوریې په شمال کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشه و له خوا په کاریدونکو تاسیساتو هوايي برید وکړ.
پنټاګون په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د تیرو څو اونیو راهیسې په دې سیمه کې د امریکایي ځواکونو اډې په نښه کیدلې او دا یې پر ضد ځوابي عملیات ول.
د امریکا د دفاع وزیر لائیډ آستن په یوه اعلامیه کې ویلي «ولسمشر ته د امریکایي پرسونل له امنیت څخه ډېر بل هیڅ کوم شی لومړیتوب نه لري او نوموړي د دې خبرې د واضح کولو له پاره د نننیو عملیاتو لارښوونه کړې وه چې امریکا به خپل، د خپلو کارمندانو او خپلو ګټو دفاع کوي.»
په دې وروستیو اونیو کې دا د دې ډول دویم برید دی، مخکې تر دې د اکتوبر میاشتې په ۲۷ هم امریکایي جنګي الوتکو د سوریې په شمال کې یو شمیر اهداف په نښه کړي وو چې ویل یي هلته د ایران له ملاتړ څخه برخمن ملیشه فعاله ول.
د پاسداران انقلاب ځواکونه په نښه شوي
د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته وویل چې په دې برید کې «۹ تنه چې د تهران له ملاتړ څخه برخمنو ډلو له پاره یې کار کاوه» وژل شوي دي.
لائیډ آستن وویل چې دوو F-15 ډوله جنګي الوتکو د ایراني ځواکونو د پاسداران انقلاب ځواکونو د وسلو پر ډیپوګانو برید کړی دی. د اکتوبر له پیل څخه تر اوسه پورې په عراق اوسوریې کې د امریکا او د متحدینو پر ځواکونو یې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۴۰ بریدونه شوي دي.
آستن خبرداری ورکړ چې امریکا «د خپلو خلکو او تاسيساتو د حفاظت په موخه لا د زیاتو اړینو اقداماتو ترسره کولو له پاره په بشپړ ډول اماده ده».
په سوریې کې ۹۰۰ او په عراق کې بیا ۲۵۰۰ امریکایي ځواکونه مستقر دي، چې د داعش «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د بیا په پښو دریدلو کوښښ د مخنیوي په خاطر له سیمه ایزو ځواکونو سره مرسته کوي.
د اسرائیل او حماس د جګړې له کبله په سیمه کې سخته ترینګلتیا موجوده ده او دغه بریدونه په همدې ارتباط شوي دي.
د امریکا هوایي ځواکونو د اکتوبر میاشتې په ۲۷ نیټه هم د سوریې په شمال کې بریدونه کړي وو او په هغه وخت کې هم پنټاګون ویلي وو چې په دغو بریدونو کې د ایراني ځواکونو تر استعمال لاندې د وسلو او تجهیزاتو زیرمه تونونه یا ډیپوګانې به نښه شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت ویلي وو چې F-16 جنګي الوتکو د عراق په سرحد کې یوه کلي ابو کمال ته نږدې برید وکړ. خو په هغه وخت کې د ځاني تاوان اوښتو په هکله هیڅ اطلاع نه وه ورکول شوې.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص