سوډان: د پوځ او رقیبې ډلې تر منځ اوربند شوی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهد رويټرز د رپوټ پر اساس، د سوډان پوځ ويلي دي چې دغه اوربند د ملکیانو او روغتونونو د حفاظت موضوع ګانو پورې محدود دی، نه د سیاسي مسائيلو د حل له پاره.
د پوځ وياند چې په یوه اعلاميه کې چې پر خپله فیسبوک پاڼه ېې خپره کړې، ويلي دي: «ستاسو وسله وال ځواکونه د هوکړه ليک موادو ته خپله ژمنتيا اعلانوي او هیله ده چې د مليشو شورشي ډله هم ورته اقدام وکړي» چې اشاره ېې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ته ده.
ورته نور ولولئ:سعودي او امریکا د سوډان په شخړه کې د منځګړیتوب هڅه کوي
امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان هم په یوه ګډه اعلامیه کې چې د امریکا خارجه وزارت خپره کړې، د شنبې په ورځ ناوخته د یو ۷ ورځني اوربند د تړون لاسليکول تائيد کړي دي. چارواکو ويلي چې اوربند به تر توافق ۴۸ ساعته وروسته یعنې د دوشنبې ورځې په ماښام، د خرطوم په وخت، په ۹ بجو او ۴۵ دقیقو په اجرا کې راشي.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې «يوه مسئله روښانه ده چې ښکيلو خواو تر دې مخکې هم د اوربندونو اعلانونه کړي، خو بیا رعایت شوي نه دي.»
ورته نور ولولئ:سوډان: ښکېلو خواوو ملکيانو ته د بشري مرستو پر رسولو توافق کړی
په سوډان کې د پوځ او د پوځ د رقيبي ډلې، د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه په خپلې شپږمه اوونۍ کې ده. دغه جګړه چې د اپریل میاشت په نيمايي کې پیل شوې، د روغتیا نړیوال سازمان د ارقامو پر اساس، په کې لږ تر لږه ۷۰۵ تنه وژل شوي ۵۲۸۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
(Reuters)mks/mns
او دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: