سيګار: له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ موجود دی
۱۴۰۲ بهمن ۱۲, پنجشنبهپه داسې حال کې چې په افغانستان کې واک ته په دويم ځل د طالبانو له رسېدو راهېسې تر دوو کلونو ډېره موده تیره شوې، د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا د څارونکې ادارې يا سيګار مشر د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې له دغه هېواد څخه اوس هم د ترهګرۍ ګواښ متوجې دی.
د سيګار په رپوټ کې چې په څلورو مياشتو کې يو ځل خپريږي، د داعش ترهګرې ډلې او همدا راز د پاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي او د القاعدې شبکې نومونه ياد شوي دي.
په ماضي کې د داعش پاخه سنګرونه د پاکستان سره په سرحدي سيمو کې وو.
د سيګار په رپوټ کې زياته شوې ده چې دا جهادستي ډله زياتره شعيه هزاره اقليت په نخښه کوي چې د واکمنو طالبانو له خوا د يوازې «ډېر لږ محافظت» څخه برخمن دي.
دې ډلې د جنورۍ مياشتې په سر کې په ګاونډي هېوادايران چې اکثريت وګړي یې شعيه مذهبه دي، د يوه ځانمرګي بريد پړه ومنله، چې څه نا څه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.
د سيګار رپوټ زياتوي چې د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» ډلې هم د ۲۰۲۳م کال په وروستۍ ربع کې د تر سلو ډېرو بريدونو ترسره کولو ادعا کړې وه. ويل شوي دي چې له دې ترهګریزو بريدونو څخه یې د ډېرو هدف په سرحدي سيمو کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو غړي ول.
په پاکستان کې هم مخکښو سياستوالو امنيتي انديښنې د ټاکنیزو کمپاينونو په ترڅ کې د يوې مهمې مسئلې په توګه يادې کړي دي. په پاکستان کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۸ نيټه پارلماني ټاکنې کيږي.
په دې وروستيو کې کارپوهانو په افغانستان کې د القاعدې شبکې عمليات هم مشاهده کړي دي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه رپوټ په حواله که څه هم د دغه ډلې [القاعدې شبکې] وړتياوې د پام وړ محدودې شوي دي، خو دا ډله اوس هم نړيوال اهداف لري.
ب. ص/ ن. ز (DPA)