1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یمن انصارالله ډلي په سره سمندر کې پر دریو کښتیو برید کړی

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د یمن انصارالله په سره سمندرګي کې پر دریو کښتیو برید کړی.

https://p.dw.com/p/4aF1l
د حوثیانو لخوا تښتول شوې کښتۍ
د حوثیانو لخوا تښتول شوې کښتۍانځور: Houthi Media Center/AP/picture allaince

د سینټکام په حواله د یمن انصارالله ډلي بې پیلوټه الوتکې د سره سمندر په جنوبي برخه کې د لایبریا بیرغ لرونکې کښتۍ په نښه کړې.

د سینټکام په بیان کې ویل شوي چې بې پیلوټه الوتکې په یمن کې د انصارالله تر کنټرول لاندې سیمو څخه الوتنه کړې او د لایبریا بیرغ لرونکې کارګو کښتۍ یې په نښه کړې. ویل کیږي تر برید وروسته کښتۍ د اور لګېدنې له امله د مرستې غوښتنه کړې.

همداراز ویل شوی چې انصار الله په باب المندب تنګي کې د نړیوالو سمندري سرحدونو پر لور دوه بالسټیک توغندي هم توغولي او یوه بیړۍ یې ویشتلي.

ویل کیږي د حوثي یاغیانو په بریدونو کې د دغو کښتیو عملې ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

انصارالله تر دې مخکې ګواښ کړی وو، چې هر ډول کښتۍ چې د اسرائیلو پر لور روانه شي پرې برید کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت چې ويل کيږي د یمن د انصارالله ملاتړ کوي، په سیمه کې د غزې د جګړې د لا پراخیدو خبرداری هم ورکوي.