سېلابونو په اندونیزیا کې ۵۸ کسان وژلي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبهد شنبې په ورځ د اندونیزيا په سوماترا کې د ساعتونو له پاره شديد بارانونه د خټو او ډبرو د ښویدو سبب شول چې په لسونو کورونه ېې له ځانه سره وې وړل او سړکونه او مسجدونه ېې تخریب کړل. سوماترا د اندونیزیا د تر ټولو آتشفشان لرونکو سيمو څخه یوه ده.
د اندونیزیا د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر سوهاریانتو د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې «د وروستیو معلوماتو پر اساس، د مړو شوو کسانو شمېر ۵۸ دی.»
هغه زیاته کړې چې ۳۵ کسان لادرکه دي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. د سه شنبې په ورځ ځايي سرچينو د لادرکه شوو کسانو شمېر ۲۲ ښودلی وو.
سوهاریانتو زیاته کړه چې سيلابونو د شپږو ولسواليو ترانسپورتي خدمات اغيزمن کړي او د سيمې د پاک کارۍ په موخه درنې مشينرۍ په کار اچول شوي دي.
ژغورونکي وايي چې ډېر جسدونه د سيندونو په منځ او اطرافو کې موندل شوي دي. دوی وايي چې آتشفشاني توکو، خټو او وروښتونو سيمې لاندې کړې او ځايي خلک ېې له ځانه سره وې وړل.
د فرانسې خبري آژانس پر اساس، ۳۳۰۰ کسان تخلیه شوي دي. اندونیزيا د موسمي ورښتونو پر مهال د ځمکې ښوېدنې پېښو او سېلابونو رامنځ ته کېدو ته مساعد طبعیت لري.
(AFP)mks/nz
افغانستان کې سېلابونه؛ له آرشیف څخه یوه وېډيو: