شتاينماير: يهودانو د آلمان کلتور ځلولی دی
۱۳۹۹ اسفند ۳, یکشنبهد آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير دغه خبرې په کولن ښار کې د ۱۷۰۰ کلونو راهيسې په آلمان کې د يهودي ژوند د لمانځنې د کال په پرانيسته کې وکړې. د هغه په خبره يهوديت په اغېزمن ډول په آلمان کې د عصريتابه (مُدرن عصر) په پيلامه کې ونډه لرلې ده. د مثال په توګه يې د موزېس مندلسن نوم ياد کړ چې په ۱۸مه م پېړۍ کې د «يهودي روښانتيا» د دورې بنسټ ايښودونکی دی.
په ورته وخت کې شتاينماير چې د لمانځنې د دغه کال سرپرستي هم لري، د پېړيو اوږده توپيري چلند او تعقيب خبره هم ياده کړه او د يهودي ژوند دغو ۱۷۰۰ کلونو ته يې په «صادقانه توګه د کتنې» غوښتنه وکړه. د هغه په خبره «يوازې په دې سره کولی شو چې د اوسمهال او ارتلونکي له پاره ترې عبرت واخلو. دا زموږ مسئوليت دی او پاتې به هم وي.»
د هغو په وينا يهودانو ته تل د پرديو او د بل ځای د خلکو په سترګه کتل شوي دي، خو بيا هم «په آلمان کې د يهودانو تاريخ د غښتلتيا او غوړېدنې او همداراز د سپکونې، توپيري چلند او ورڅخه د حقونو د اخيستلو تاريخ هم دی.»
د شتاينماير په خبره نن سبا په آلمان کې يهودي ژوند «منتوع، بېلابېل اړخيز، ژوندی او ګړندی» دی چې د يهودانو د تعقيب او ډله يزې وژنې تر دورې وروسته چې شپږ ميليونه اروپايي يهودانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، د «ژورې منندويۍ» خبره ده.
KNA/ن. ص./ا. ا.