شمالي کوریا وايي د نوې سرګلولې او توغندي آزموينه کړې
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱, شنبهد شمالي کوريا مرکزي خبري آژانس (KCNA) چې د دغه هیواد دولتي آژانس دی، رپوټ ورکړی چې د ستراتيژيک کروز توغندي له پاره ډېزاین شوې «Hwasal-1 Ra-3» سرګلوله او د الوتکې ضد «Pyoljji-1-2» ډوله توغندي آزموینې د جمعې په ورځ شوي دي.
رپوټ کې زیاته شوې چې «د ترسره شوو آزموینو له لارې يو مشخص هدف ترلاسه شوی دی.»
سرچينه وايي چې د جمعې ورځې آزموېنې د شمالي کوریا د معمولو پوځي فعالیتونو یوه برخه ده چې «له شاوخوا وضعیت سره کوم تړاو نه لري.»
د ملګلرو ملتونو قطعنامې شمالي کوريا د هر ډول واټن ويشتونکي بالستيک توغنديو له آزموینو منع کوي چې په هغو کې ېې ځېنې د اټومۍ سرګلولې د ليږد وړتيا هم لري. د کروز توغنديو د آزموينې موضوع، پر پيونګ یانګ باندې د ملګرو ملتونو تحریمونو کې نه شامليږي. خو له دا ډول وسلو څخه کېدای شي چې د اټومي سرګلولو په لېږد وکارول شي.
په وروستیو دوو کلونو کې د شمالي کوریا له لوري د اټومي سرګلولو درولودونکو توغندیو تر ګڼو آزموینو وروسته، امریکا متحده ایالاتو او جنوبي کوریا خپلو پوځي همکاریو ته پراختیا ورکړې چې په هغو کې ګډ پوځی مانورنه هم شامل دي.
آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.
له آرشیف څخه د ۲۰۲۰م کال يو انځوریز البوم (15.06.2020 ):