شهباز شریف: طالبان دې پاکستان ته د جنګیالیو د تګ مخه ونیسي
۱۴۰۲ مرداد ۱۱, چهارشنبهدا غوښتنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې د یکشنبې په ورځ په باجوړ سیمه کې د مولانا فضل الرحمن د پلویانو پر ټاکنیزې غونډې ځانمرګی برید وشو.
په دې برید کې لسګونه کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. د سې شنبې په ورځ د دغې چاودنې د قربانیانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو دا ځکه چې یوشمیر ټپیان چې وضعیت یې نازک وو ژوند ېې له لاسه ورکړ دا کسان د پېښور ښار روغتون ته لېږدول شوي وه.
د "اسلامي دولت"یا داعش خراسان څانګې د مولانا فضل الرحمن د ګوند پر غونډې د برید پړه پر غاړه واخیسته. داعش جنګیالي د طالبانو سیالان دي او د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې هم د دغې ډلې پر ضد بریدونه کړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، له هغه ځایه پاکستان ته ننوځې او بیا د حکومت ضد بریدونه کوي.
د پاکستان پوځ هم په دې وروستیو کې ویلي دي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې په نویو وسلو سمبال شوي دي.
په پېښور کې په یوه روغتون کې د ځینو ټپیانو د لیدو پر مهال، شریف وویل چې د طالبانو حکومت باید "د خپلې خاورې په کارولو سره د نړیوالو ترهګرو د مخنیوي له پاره ځانګړي اقدامات وکړي."
په وروستي برید کې، بریدګر د سخت دریځه جمعیت علمای اسلام ګوند یوه غونډه په نښه کړه، چې د شریف حکومت د ایتلاف برخه ده او له افغان طالبانو سره اړیکې لري. دغه ګوند د پاکستان په شمال لویدیځ کې ډیر پلویان لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شوراد باجوړ ځانمرګی برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې "ترهګري په هر شکل او بڼه" د نړۍ سولې او امنیت ته یوه له جدي ګواښونو څخه ده.