طالبان: چین د افغانستان په بیا رغونه کي مهم رول لوبولای سي
۱۴۰۰ مرداد ۳۰, شنبهد طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند، سهیل شاهین د چین دولتي ټلویزیون، CGTN ته ویلي دي، «چین د یوه قوي اقتصاد او امکاناتو په درلودلو سره یو لوی هیواد دی. زه فکر کوم، چي دغه هیواد کولای سي د افغانستان په بیا رغونه، نوي کولو او بیا ودانولو کي مهم رول بازي کړي.»
شاهین اضافه کړه، چي چین د نورو لویو قدرتونو برخلاف، لکه امریکا متحده ایالاتو او روسیې غوندي په افغانستان کي ندی جنګیدلی او کولای سي د دغه حقیقت څخه په استفادې سره د طالبانو سره رفتار وکړي.
تردې دمخه د چین خارجه وزیر، وانګ یې د همدې عیسوي کال په جولای کي په چین کي د طالبانو د یوه هییت څخه هرکلی کړی ؤ. وانګ یې تر دغه ملاقات وروسته ویلي وه، امیدواره دی، چي افغانستان یو معتدله اسلامي سیاست تعقیب کړي.
چین پخپله غربي سیمه، شین جیانګ کي مذهبي افراطیت ته د یوې بې
ثباته کونکي قوې په سترګه ګوري او د ډیره وخته څخه په دې تشویش کي دی، چي د شین جیانګ بیلتون غوښتونکي د همسایه هیواد افغانستان څخه د یوه پټنځای په حیث استفاده ونکړي.
آ./م.ق./ا.ا.