فرانسه: په اوکراین کې ۱۵۰ زره روسي عسکر وژل شوي
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۵, شنبهد فرانسې خارجه وزير، ستيفن سژورني، له خپلواکې روسۍ ورځپاڼې Novaya Gazeta Europe (نوې اروپا ورځپاڼې) سره په خبرو کې وویل چې پاریس اټکل کوي روسيې د اوکراین جګړه کې چې اوس په دریم کال کې ده، خپل ۵لکه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې چې په دې شمیر کې ټپیان هم شامل دي.
یاده ورځپاڼه پر اوکراین د روسيې تر يرغل لږ وروسته، د یو تبعید شوي مخکښ روسي ژورنالیست له خوا جوړه شوې ده.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير وويل چې «اروپا او شریکان به ېي تر هر څومره اوږدې مودې چې ضروري وي متحد او مصمم پاتې وي. د هغه په خبره د روسيې د پوځ ماته دمخه معلومه شوې. موږ اټکل کوو چې د روسيې پوځ ۵ لکه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې پکې، ۱۵۰ زره وژل شوی عسکر هم شامل دي.»
سژورني پوښتنه وکړه: «دا ټول د څه له پاره؟» بېرته ېې په ځواب کې وويل چې «دا موږ کولی شو په دوو کلیمو کې خلاصه کړو: د هېڅ له پاره.»
د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي بيا په فبروري کې په اوکراین کې د روسي عسکرو تلفات ۱۸۰زره ښودلي ول.
روسيه د خپلو پوځیانو د تلفاتو په هکله ډېر معلومات نه ورکوي.
بل لوري ته بیا بریتانیا اټکل کوي چې په اوکراین کې نژدې ۴۵۰زره روسان وژل او ټپیان شوي دي.
بي بي سي د اپریل میاشتې په یو رپوټ کې ويلي وو چې په اوکراین کې د روسيې له ۵۰زرو ډېر پوځي پرسونل وژل شوي دي. بي بي سي دغه ارقام د خپلو خبریالانو، په خپله د روسي آزادۍ رسنیزې ډلې میديازون او رضاکارانو په حواله ورکړي ول.
مسکو د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړ، چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته د «ځانګړي پوځي عملیاتو» نوم ورکوي. د مسکو دغه اقدام په یو خونړي جنګ بدل او روسيه ېې د نړۍ په سطحه منزوي کړه.
د پوځي چارو ځينې کارپوهان باور کوي چې روسيه ښايي په اوکراین کې د یوه نوي ستر تهاجم په درشل کې وي.
د فرانسې خارجه وزير په اروپايي ټولنه کې د روسيې د کنګل شوې شتمنۍ په هکله وويل چې هغه به د روسیي یرغل پر ضد د اوکراین د دفاعي بودیجې په توګه مصرف شي، خو نوموړي په دې هکله جزئیات ورنکړل.
سژورني زیاته کړه: «د نرخونو له لوړېدو سره، دغې شتمنۍ د ۲۰۲۳م کال کې د نژدۍ ۴ ميليارډه یورو ګټه کړې ده. موږ غواړو دا د اوکراین په دفاعي بودجه او د بیارغونې برخه کې ولګوو.»
(AFP)mks/akh