لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
د بخښني نړیوال سازمان: د عراق پوځ ملکي وګړي وژلي
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې عراقي ځواکونو پر موصل باندې د خپل برید پر مهال، ملکي کسان ربړولي او وژلي دي. د دې سازمان د معلوماتو پر اساس د پولیسو په جامو کې وسله والو کسانو شپږ تنه په ډزو وژلي دي. زیاته شوې ده چې د هغوی له ډلې څخه یو شمیر یې تر وژل کیدو مخکي ربړول شوي هم ول. د عراق پوځیانو پر دغو کسانو باندې له داعش ترهګرې ډلې سره د اړیکې لرلو شک لاره.
په امریکا کې د ترمپ پر ضد مظاهرې
د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي گوند کانديد دونالد ترمپ، تر بریا وروسته، په زرونو کسان د دې هیواد په بیلابیلو ښارونو کې سړکونو ته راوتي او د دې پریکړې پر ضد مظاهرې کوي. نیویارک یو له دغو ښارونو دی چې په کې په زرهاو کسانو د «زما ولسمشر نه یې!» او «نیویارک له تا کرکه لري» شعارونه ورکړي دي.
اروپايي ټولنه: ترمپ دې خپل سیاستونه روښانه کړي
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشر ژان کلود یونکر، د امریکا متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر څخه غوښتي دي چې ژر خپل سیاسي اهداف روښانه کړي. هغه د آلمان په پلازمینه برلین، کې وویل چې اروپايي ټولنه غواړي پر دې پوه شي چې ترمپ څه ډول له نړیوال سوداګري سره چلن کوي. یونکي زیاته کړې ده چې غواړي پوه شي ترمپ د چاپیریال په اړه څه ډول سیاست غوره کوي.
مکسیکو غواړي له ترمپ سره نزدې کار وکړي
د مکسیکو حکومت غواړي چې د دونالد ترمپ تر بریا وروسته هم له امریکا متحده ایالاتو سره نزدې کار ته دوام ورکړي. د دې هیواد ولسمشر انریکه پنیا نیتو، د امریکا له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ، سره تر تلیفوني خبرو وروسته، ویلي دي چې «موږ متحدین، همکاران او ګاونډیان» یو. هغه زیاته کړې ده چې د دواړو خبرې دوستانه او محترمانه وې. پنیا نیتو غواړي د ترمپ د کار تر رسمي پیلیدو مخکې له هغه سره وویني.
په ترهګري تورن کس غوښتل د برلین یو شمیر سیمې په نښه کړي
په ترهګري باندې یوه تورن کس د څیړنو پر مهال ویلي دي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د اهدافو له پاره یې د برلین یو شمیر سیمې ارزولې وې. دغه ۱۹ کلن سوریایي وګړې د فبروري په میاشت کې د یوې تلیفوني اړیکې له لارې خپلې موندنې په سوریې کې یوه کس ته رسولې وې. دغه جزئیات د دې کس په دوسیې کې درج دي. هغه د روان کال په مارچ میاشت کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د غړیتوب لرلو په تور ونیول شو.
پاکستان له ترمپ سره د نزدې کار غوښتنه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هغه حکومت چمتو دی د امریکا د متحده ایالاتو له نوي ټاکل شوي ولسمشر دونلد ترمپ، سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون په ګڼ شمیر نورو برخو کې ګډ کار وکړي. له پاکستاني جیو تلویزون سره په مرکه کې سرتاج عزیز وویل چې په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې په برخه کې مرسته هم هغه موضوع ده چې دواړه هیوادونه کولای شي پرې کار وکړي.