لنډ خبرونه په متن او انځور کې
استونیا له روسیې سره په سرحد کي دیوال جوړوي
استونیا ویلي دي چې غواړي له روسیې سره پر خپل ۱۱۰ کیلو متري سحد باندې موانع جوړې کړي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویاند توماس ویکس، ویلي دي چې له تیر کال راهیسې پر دغې پروژې باندې فکر شوی دی. ویکس زیاته کړې ده چې دغه دیوال به دوه متره لوړوالی ولري او پر سر باندې به یې اغزي لرونکی سیم غځول شوی وي. چارواکو ټینګار کړی دی چې د سرحد پر ډیرې برخې باندې دغه عصري دیوال جوړ کړای شي.
په اروپا کې د کډوالو د عادلانه ویش غوښتنه
په اتریش کې د کډوالو تر تراژدي وروسته، د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، غواړي د کډوالو ملاتړ ډیر کړي. هغه ویلي دي چې یونان، مقدونيا او صربستان باید د کډوالو د نوم لیکني له بهیر سره لا ډیره مرسته وکړي. هغه همداراز په اروپايي ټولنه کې د کډوالو د لا عادلانه ویش غوښتنه کړې ده. د اتریش پولیس اوس هم په هغو انساني قاچاق وړونکي پسې ګرځي چې د ۵۰ تنو کډوالو د وژل کیدو مسئول بلل کیږي.
اوکراین له خپلو پور ورکوونکو سره موافقتې ته رسیدلی
اوکراین له خپلو لویو پور ورکوونکو سره یوې موافقې ته رسیدلی دی چې له مخې به یې دغه هیواد د خپل ۱۸ میلیارده ډالر پور ادا کوولو کې ډیر وخت ولري. د دغه هیواد د مالیې وزیر ویلي دي چې دا د دواړو اړخونو په ګټه اقدام دی. خو روسیې بیا د دغې موافقې پر ضد غږ پورته کړی دی او ویلي یې دي چې له اوکراین څخه به خپل درې میلیارده پور پر خپل وخت وغواړي. د دغه پور وخت د روان کال په دسمبر میاشت کې پوره کیږي.
د سویلي سودان د یاغیانو مشر د سولې تړون ملاتړ کړی
د سویلي سودان د یاغیانو مشر ریک ماشار د پنجشنبې په ورخ وویل چې هغه د دغه هیواد د سولې نوي تړون ته ژمن دی خو هغه په عین حال کې پر حکومت باندي هم سختي نیوکي وکړې. تر هغه وروسته چې نړیوالي ټولني د بندیزونه ګواښ وکړ، د سویلي سودان ولسمشر سلوا کییر، د چهار شنبې په ورځ د سولي یو تړون لاسلیک کړ خو هغه هم خپلې اندیښنې د دغه تړون په اړه روښانه کړي دي.
د لیبیا ساحل ته نژدې بيا کښتۍ ډوبه شوې
چارواکو ویلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د لیبیا په سواحلو کې له کډوالو یوه ډکه کښتۍ دوبه شوې ده چې له کبله یې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي دي. په کښتۍ کې سپرو کډوالو چې ویل کیږي شمیر یې ۴۰۰ تنو ته رسیده غوښتل ایتالیا ته ورسیږی. له دې کبله چې په کښتۍ کې ډیر کسان سپاره وو نو د وژل شویو کسانو شمیر هم لوړیدای شي.
په یونان کې موقته لومړۍ وزیره وټاکل شوه
یونان په سپتمبر میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو تر ترسره کیدو مخکې یوه موقته لومړۍ وزیره ټاکلې ده. واسیلیکي تاناو به لومړۍ میرمن وي چې د یونان په تاریخ کې د دغه هیواد مشري پر غاړه اخلي. په یونان کې به د سپتمبر پر ۲۰مه نیټه ټاکنې وشي. میرمن تاناو تر هغه وروسته د یونان د لومړۍ وزیري په توګه وګومارل شوه چې د دې هیواد پخواني لومړي وزیر الیکسیس سیپراس له خپلې دندې څخه استعفا وکړه.