لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د حلب یو بل روغتون هم د هوايي بريد هدف ګرڅيدلی
د سوريې د حلب ښار کې د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمې یو بل روغتون هم د هوايي بريدونو هدف ګرځيدلی. ډاکترانو ويلي چې د ښار په شمال ختيځ کې پروت دا روغتون په دوو بيلري بمبونو ویشتل شوی. د سوريې د مدني دفاع ژغورونکو ويلي چې دا روغتون اوس په بشپړه توګه له کاره لويدلی دی. پر حلب په دې تيرو ورځو کې د سوریې او روسيې د هوايي ځواکونو له خوا د سوریې د جګړې د پيل راهيسې تر ټولو سخت هوايي بريدونه ترسره شول.
د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ يو ځلي بيا نښتې شوي
په کشمير کې پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو تبادله شوې ده. د پوځ له خوا په خپره شوې یوه اعلاميه کې ويل شوي: «پاکستاني عسکرو د هندي عسکرو د بې موجبه فايرونو غښتلی ځواب ورکړی دی. دغه فايرونه په ځاي وخت سهار څلور بجې پیل شول او دوه ساعته یې دوام وکړ.» خو په دې اعلاميه کې د تلفاتو په تړاو څه نه دي ويل شوي. د هند تر ولکې لاندې کشمير یوه لوړ پوړي هندي چارواکي هم نښته تائید کړه.
میرکل: د مهاجرو په تړاو مې خپل سياست نه دی تغير کړی
د آلمان صدراعظمې انګلا ميرکل دا خبره رد کړې چې ګني د ۲۰۱۵م کال له دوبي راهيسې یې د مهاجرو په تړاو خپل سياست ته تغير ورکړی. نوموړې په دريسدن کې له یوې ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دې خپلې سياسي تګلارې ته تغير نه دی ورکړی بلکې یو سياسي ګام یې پورته کړی دی. دې وويل تل مو هڅه همدا وه چې د اروپايي ټولنې بهرنۍ پولې ښې وساتلې شي او د مهاجرت له عواملو سره مبارزه وشي څو د مهاجرو شمير راکم کړل شي.
م.م. په سوريه کې د مرستې پر کاروان د بريد په اړه پلټنې کوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون غواړي د یوه ځانګړي کمیسيون په مرسته په سوريه کې د مرستې پر کاروان د بريد قضيه روښانه کړي. ويل شوي چې يو داخلي کميسيون بايد د «پيښې په تړاو حقايق» واضح کړي او په یوه رپوټ کې یې له عمومي منشي سره شريک کړي. دی به بيا د «نورو ګامونو» په هلکه پريکړه کوي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو پر اساس د سوریې په شمال کې د سپتمبر پر ۱۹ نيټه ترسره شوې دا بريد ښايي یو جنګي جنايت وي.
د آلمان په دوو ښارونو کې د ځاي اوسيدونکو او مهاجرو ترمنځ اخ و ډب
د آلمان د ختیځ ایالت ساکسن انهلت په دوه ښارونو کې د مهاجرو او ځاي اوسيدونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی دی. پوليسو وویل چې په شويرين ښار کې د جمعې په شپه ناوخته کابو ۳۰ تنو آلمانانو د لسو خارجيانو له يوې ډلې سره لاسونه واچول. په سانګرهاوسن سيمه کې هم ۲۰ ځاي اوسيدونکو او ګڼ شمير سوريايي مهاجرو یو بل ووهل. پوليسو ويلي چې په دې ترڅ کې درې تنه سوريايي مهاجر سرسري ټپيان شوي دي.
د آلمان د کار موندنې اداره وايي په د مهاجرو د هجوم سربیره به هم د بې کارۍ کچه لوړه نه شي
آلمان ته د ګڼ شمير مهاجرو د راتلو سره سره به هم په راتلونکي کال کې د بې کارۍ کچه لوړه نه شي. دا خبره د آلمان د کار موندنې فدرالي ادارې مشر وکړه. ده وويل هڅه یې داده چې د وړتيا د لوړولو سره خلک په دې وتوانیږي چې د کار په بازار کې پښه ټينګه کړي. نوموړي زياته کړه په دې ترڅ کې ژبه او د ادغام کورسونه ډير مهم دي چې دمګړۍ کابو ۲۰۰ زره مهاجر دغه کورسونو ته ورځي.