پښتون ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ هیڅ اختلافات نه شته او د دواړو تر منځ لاهم ستراتيژیکې اړیکې شته. هغه وايي، پښتانه ملتپال په افغانستان کې د هر هغه حکومت پر ضد دي، چې د ولس ملاتړ ورسره نه وي چې دغه ملاتړ له طالبانو سره هم نه شته. له افراسیاب خټک سره زموږ همکار خدای نور ناصر مرکه کړې ده.