له راستنېدونکو سره د اروپايي ټولنې ۱۷ میلیونه یورو مرسته
۱۴۰۳ اردیبهشت ۷, جمعهله ایران او پاکستان څخه ستنو شویو او اخراج شویو افغانانو د ملاتړ له پاره اروپايي ټولنې د کډوالۍ له نړیوال سازمان یا آی او ایم سره د ۱۷ میلیونه یورو مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
په هغه خبرپاڼه کې چې اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپره کړې ده، راغلي دي چې دغې ټولنې د ستنو شویو افغانانو د ملاتړ او مرستې له پاره ۱۷ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې او دا مرسته به تر ډېره د نجونو او میرمنو پر اړتیاو تمرکز وکړي.
په دغه خبرپاڼه کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، د ۲۰۱۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپریل مياشتي پورې له پاکستان او ایران څخه ۱،۵ میلیونه افغانان خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
د اروپايي ټولنې د نړیوالو همکاریو د منځني ختیځ او اسیا برخې مسئول پیټریس سټوبس په هرات ولایت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان سره د دغې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل: «له هغو ستونزو او سختیو څخه چې ستنېدونکي ورسره افغانستان ته د اخراج پر مهال مخ شوي، خواشینی شوم. هغه هېواد چې له بې وزلۍ او اقلیمي تغیراتو کړېږي او په هغې ښار کې چې وروستیو کې د ویجاړوونکې زلزلې شاهد و، دا په رښتیا هم په ناورین پسې ناورین دی.»
د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې شارژدافیر رفائیلا ایودیس، له راستنېدونکیو سره د افغانانو تړون الهام ورکوونکی وباله او زیاته کړې یې ده، باید د هغو ټولنو ملاتړ وشي چې د راستنېدونکو کډوالو کوربهتوب کوي.
هغه زیاته کړه: «د آی او ایم ملاتړ اړینو خدماتو ته لاسرسی تضمینوي او له ستنېدونکو افغانانو او د هغوی د کوربه ټولنو ساتنه کوي. تر هغه ځایه چې نجونې او مېرمنې په ځانګړې توګه اغېزمنېږي، موږ ډاډ تر لاسه کوو چې د ټولنې ټول غړي له هغې ګټه پورته کړي.»
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې ماریا مویتا، ټینګار کړی دي چې: «له اروپايي ټولنې سره د آی او ایم دوامداره ملګرتیا د دې له پاره حیاتي ده چې زموږ ټیمونه وکولای شي په سلګونو زره راستنیدونکو افغانانو او په هیواد کې نورو زیان منونکو ټولنو ته ورسیږي.»
هغې ویلي دي چې د اروپايي ټولنې له دې تازه ژمنې سره به دغه سازمان وتوانېږي، چې د ستنېدنې په برخه کې لویو ننګونو باندې تمرکز وکړي او له ټولنې سره د یو ځای کېدو، ټولنیز انسجام او اوږدمهاله حللارو په برخو کې له ټولنو سره مرسته وکړي.
د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا اضافي مرسته د هغه پنځه کلن پروګرام برخه ده، چې په ټول افغانستان او د سیمې په څلورو هيوادونو کې پلې کېږي.