له سهاره تر ماښامه، د افغانستان د خلکو ورځني ژوند د انځور په ژبه
د افغانستان خلک پر خپلو بیلابیلو ستونزو خپل ورځنی عادي ژوند پر مخ بیایي. په دغه انځوریز البوم کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه بیلا بیل اړخونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
سهار
یو افغان ماشوم سهار وختي د خپلې کورنۍ د سوند موادو د ضرورت پوره کولو له پاره د لرگیدو گیډی پر شا کړی دی.
یو سماوارچي د یوې کاري ورځې د چارو او خپلو مشتریانو ته د خدماتو وړاندې کولو له پاره تیاری نیسي.
یو څپلۍ پلرونکی خپل د څپلیو دوکان پرانیزي. په افغانستان کې څپلیو او بوټ جوړولو صنعت د نورو هیوادونو د وارداتو تر سیورې لاندې دی.
یو کس د جلیبۍ د پخولو په حال کې دی.
ماسپښین
د افغانستان د چټک غبرگون پولیس د عملیاتو د ترسره کولو پر مهال.
یو افغان بزگر پر خپله زراعتي ځمکه د کار پر مهال لیدل کیږي.
یوه کوچنۍ ماشومه د خپل کور د څښاک اوبو د اړتیا پوره کولو په هڅه کې ده.
د لرگو ټال کې یو دوکاندار لرگي تلي.
یو روغتیا پال افغان ماشوم ته واکسین ورکوي.
یو افغان سرتیری د یوه صحي کارکوونکي امنیت ساتي، چې د پولیو یا گوزڼ ضد واکسین پروگرام تطبیقوي.
ماښام
یو افغان د یوې سختې کاري ورځې تر تیرولو وروسته په آس گاډۍ کې خښتې انتقالوي.
د لمر پریوتو پر مهال افغان ماشومان د بې ځایه شوو کډوالو په یوه کمپ کې لیدل کیږي.