1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

له هند څخه پاکستان ته د سک زیارت کوونکو د ورتګ لړۍ پېل شوه

۱۳۹۸ آبان ۱۵, چهارشنبه

پاکستاني چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به د «بابا ګرونانک» د زیږیدو د ۵۵۰ کلیزي په مراسمو کې له ټولې نړۍ څخه شا او خوا ۵۰ زره سکان ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/3SXbA
Pakistan Feierlichkeiten 550. Geburtstag Religionsstifter Nanak Dev
انځور: PID

د ننکانه صاحب ښار ځایي چارواکو ویلي دي چې په تیرو وختونو کې به له درو زرو څخه تر پنځو زرو پورې سک زیارت کوونکو په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه پاکستان ته سفر کاوه. خو دا ځل د سک مذهب د ډیر شمیر پیروانو د ګډون اټکل کیږي. ویل شوي دي چې له اروپا څخه د سرویس په واسطه سفر کوونکي د سولې یو پلاوی هم ننکانه صاحب ته رسیدلی دی.

د ننکانه صاحب ښار د پاکستان په پنجاب ایالت کې پروت دی او د سک مذهبو له پاره ځکه سپيڅلی ګڼل کیږي چې د بابا ګرونانک د زیږیدو ځای دی. د سه شنبې په ورځ له هند څخه د واهګه سرحدي لارې سکان پاکستان ته ورسیدل.

د ننکانه صاحب، مرستیال کمشنر راجه منصور دویچه ویله ته ویلي دي چې سږ کال د دغو مراسمو یوه ځانګړنه دا ده چې په ننکانه صاحب کې د ګورو نانک پوهنتون د جوړیدو اعلان شوی دی چې په خبره یې دغه ډول پوهنتون په هند کې هم نشته.

Pakistan Feierlichkeiten 550. Geburtstag Religionsstifter Nanak Dev
انځور: PID

د راجه منصور په خبره سږ کال د بیا رغونې ډیرې چارې هم تر سره شوي دي. ګوردوارا جنم استهان رغول شوی، د سړکونو شبکو کې ښه والی راغلی او د اورګاډو د نوي تمځای ساختماني چاري په وروستیو مراحلو کې دي.

د ننکانه پریس کلب مرستیال مشر قیصر عرفان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د بابا ګرونانک د زیږیدنې مراسم د مذهبي سیاحت له پاره هم یو ستر فرصت دی. د هغه په خبره د سک مذهب پیروانو له پاره نوي هوټلونه جوړیږي، د خیمو یو ښار جوړ شوی دی او د ترانسپورت او خوړو کاروبار کوونکي هم خوشحاله دي.

له هند څخه راغلي سکان د سه شنبې په ماښام ننکانه صاحب ته رسیدلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به خپل مذهبي مراسم تر سره کړي. د نومبر میاشتې په نهمه نیټه به سکان په کرتار پور کې په ترسره کیدونکي غونډه کې ګډون وکړي چې د پاکستان لومړی وزیر به هلته یوه سرحدي لار هم پرانیزي.

په پام کې ده چې د نومبر په ۱۲مه نېټه به سکان خپل مذهبي مراسم په ګوردوارا جنم استهان کې تر سره کړي او د نومبر په ۱۳ او ۱۴ نیټو به بیرته هند ته روان شي.

تنویر شهزاد، لاهور