«له گوانتانامو آزاد سوي طالب بنديان قطر کي د سولي هڅي کوي»
۱۳۹۷ آبان ۸, سهشنبهاعلان
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې له ګوانتانامو زندان څخه آزاد شوي طالب زندانیان په قطر کې دي او د دوی په سیاسي دفتر کې فعالیت کوي.
د طالبانو د ډلې دغه کسان د امريکايي سرتيري بوي بیرګډال چي له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۵م کاله پوري له طالبانو سره بندي وو د آزادۍ په بدل کي له گوانتانامو زندان څخه آزاد شول.
د طالبانو ویاند مجاهد، د دغو کسانو د فعالیت په هکله وویل چې دا په دې معنی دي چې دوی به د طالبانو د استازو په منځ کې وي او په افغانستان کې به د سولې له پاره خبري اترې وکړي.
د امریکا د پوځ سرتیری بیرګډل تیرکال له دندې څخه ګوښه کړل شو، او د ناسم چلند او د اوامرو د نه عملي کولو په جرم ۱۰۰۰ ډالره جریمه شوی وو.