یوه لوړپوړي روسي چارواکي له طالبانو سره لیدلي دي
۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبهد اسوشتيد خبري آژانس په حواله، د روسي لوړپوړي ديپلومات او د طالبانو د استازو تر منځ دغه ليده کاته په مسکو کې د طالبانو او افغان سياستوالو تر دوه ورځنې ناستې وروسته ترسره شوي دي.
د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ويلي وو چې امريکا متحده ايالاتو ورسره منلې ده چې د اپريل مياشتې تر پايه به يې خپل شاوخوا نيمايي عسکر له افغانستانه وباسي. خو دغه خبره بيا د امريکا متحده ايالتونو د پوځ له خوا نه ده تأیید شوې.
د افغانستان له پاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف، د پنجشنبې په ورځ د «آر آي اې نوويستې» خبري آژانس ته وويل چې روسيه غواړي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر سر د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ خبرو اترو کې مرسته وکړي.
کابلوف دا هم ویلي دي چې مسکو غواړي په هغه صورت کې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي نور هیوادونه هم موافق وي، پر طالبانو باندې لګیدلي بندیزونه لیري کړي.