ليونل ميسي په شپږم ځل د سرو زرو توپ ترلاسه کړ
۱۳۹۸ آذر ۱۲, سهشنبهد فرانسوي مجلې «فرانس فوټبال» له خوا د فوټبال د لوبي نړيوال ستوري ليونل ميسي د دوشنبې په ماښام (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۲ نیټه) د شپږم ځل له پاره د سرو زرو توپ جایزې د گټونکي په توگه اعلان شو. تر دې د مخه ميسې د ارجنتاین د فوټبال دغه ستوري له ۲۰۰۸م کال راپه دې خوا او رونالدو هغه ورزشکاران دي، چې يو په بل پسې يې دغه جایزه ګټلې. يوازې په تير کال کې له کروواسيا څخه د فوټبال اتل مادريچ وکړاي شو دغه جايزه له دې دواړو څخه وګټي.
په دي ډول نو ۳۲ کلن لیونل میسي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۵،۲۰۱۲،۲۰۱۱،۲۰۱۰ م کال کې د سرو زرو توپ ګټلې دې او اوس يو ځل بيا د ۲۰۱۹ م کال د سرو زرو توپ ګټونکې شو او نړيوال ريکارد يې ټينګ کړ.
د رسنيو د رپوټونو له مخې رونالدو په پاريس کې د ورزشکارانو په محفل کې ګډون ونه کړ، بلکې د ايټاليا په ميلان کې یې په هغه محفل کې گډون وکړ چې په عين وخت کې جوړ شوی وو. د پرتګال دغه لوبغاړې ته، په تير موسم کې د ميلان په محفل کي د ايټاليا د فوټبال ليګ تر ټولو غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو. د ښځو د فوټبال لوبغاړو تر ټولو غوره لقب امریکای ميګن راپيينوي خپل کړ.
د سرو زرو توپ جايزه له ۱۹۵۶ م کال راهیسې هر کال د ورزشي مجلې «فرانس فوټبال» له خوا د نړۍ تر ټولو غوره د فوټبال لوبغاړي ته ورکول کيږي.