لږ خوب په سالنډي د اخته کیدلو خطر زیاتوي
۱۳۹۹ تیر ۲۰, جمعهد څيړونکو په وینا کیداې شي په سالنډي، حساسيت يا الرژي د اخته کيدلو خطر د هورموني ګډوډيو له کبله وی چې د نامنظمه خوب سره تړاو لري.
يا په ساده ژبه د هورمونو ملاتونين د بدن په دننه کې د ساعت تنظيم کوونکې په توګه کار کوی، په کم خوب سره په کې ګډوډې راځې او داسې ستونزې لکه ژور خفګان، ستړیا، حساسيت او آن د وزن ډيريدل له ځان سره لري.
دغه راز کم خوب کول او بیداره پاتيدل له (آپنه) غدې سره مل ده، چې دا د انسان په مغزو کې د خوب یا بيديدلو د سمون ورکوونکې په توګه کار کوي. په خوب يا بیدیدلو کې ګډوډې په لویانو او ماشومانو کي د تنفسي ستونزو سبب کيږې.
پخوانيو څيړنو ښودلې وه چې په سالنډۍ باندې د اخته کيدلو خطر په هغه کسانو کې چې څه نا څه په اونۍ کې يو ځل بې خوبه کيږې او يا ښه خوب نه شي کولې،۹۴ سلنه ډير دی.
څيړونکې د روغتياي ستونزو مخ نیوې له پاره د شپې اته ساعته خوب ضرورې ګڼې. د يادونې وړ ده،چې د ملاتونین بشپړونکو موادو مصرف د هغه کسانو له پاره چې د شپې له بې خوبۍ څخه زوریږې،ورته ګټه رسولې شي.