1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مايکروسافت: پوليسو ته به څهره پيژندونکی سافت ویر ورنکړو

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

له آمازون او آې بي ام وروسته مايکروسافت هم ویلي چې د امریکا د پولیسو له پاره د څهرې پيژندلو سافت وير ورکول دروي. دغه شرکتونو اندیښنه څرګنده کړې چې د هغوی دغه سافټ وير به د هيواد اتباعو حقوقو د نقضولو په چوپړ کې واقع شي.

https://p.dw.com/p/3dfsn
USA | Symbolbild Gesichtserkennung
انځور: imago images

د مايکروسافټ شرکت اعلان کړی دی چي تر هغه چې د څهرې پيژنې له پاره د سافټ وير څخه د ګټې اخیستنې قانونې چوکاټ ځانګړی نه شي د امریکا متحده ايالاتو پوليسو ته به يې له ورکولو څخه ډه ډه وکړي.

تر دې دمخه دوه نورو سترو شرکتونو آمازون او آي بي ام، هم ورته هوډ درلود. تيره ورځ (پنجشنبه د جون ۱۱) آمازون اعلان وکړ، چې د امريکې متحده ايالاتو پوليسو ته د يو کال له پاره د دغه سافټ وير ورکولو څخه ډه ډه کوي، ترڅو د امریکا کانګرس ورته د ګټې اخیستنې له پاره «مناسب قوانين» تصويب کړي.

د مايکروسافټ حقوقي برخې ريس براد اسمیت هم د واشنګتن پوست ورځپانې ته ويلې، چې دغه شرکت د متحده ايالاتو پولیسو ته د څهرې پيژندنې سافټ وير ځنډوي، تر څو فدرال قوانين يې ترینه د ګټې اخيستنې بڼه روښانه کړي.

هغه وايې له پوليسو سره د سافټ وير پر مټ د څهرې پيژندلو داسې قوانين وې، چې له مخې يې د اتباعو حقوق په کي په پام کې نیول شوې وې. له دې مخکې د امريکا پولیسو سره د( آزمازون او آي بې ام ) شرکتونو د څهرې پيژندلو تخنیکي افزارو همکارې درولې وه.

په تيرو ورځو کې په امريکا کې د څهرې پيژندلو پر تخنیکي افزارو پراخ انتقادونه شوې. انتقاد کونکې په دې اند دي، چې دغه امکانات د اتباعو یوې خاصې ډلې کنترول او تبعیضي چلند له پاره لار برابروي. د امريکا پوليسو د تاو تريخوالي ډک چلند له کبله چې يو امريکاي تورپوستی جورج فلوید په کي ووژل شو، په دغه هیواد کې ستر اعتراضونه ترسره شول. د بشري حقوقو فعالانو اندیښنه څرګنده کړې ده چې د ډله ايز کنترول تجهيزات د مظاهره کونکو او اعتراض کونکو بې دلیله بندي کولو ته لار برابروي.

KI und Gesichtserkennung
انځور: Imago Images/H. Lucas

پلویان او مخالفين

د څهرې پيژندلو دغه پرمخ تللي تخنيک پلویان په دې باور دي چې دغه سافټ وير پوليسو ته دا امکانات برابروي، تر څو د وګړو نښې د راټولو شويو معلوماتو سره پرتله او سرغړونکې ډير ژر وپيژندل شي. انتقاد کونکې بيا په دې اند دي، چې که قانون له دغه پرمخ تللې تخنيکي اسانتیا څخه د ناوړه ګټې اخيستنې ټولې لارې محدودې کړې نه وې د وګړو حقوق له دې لارې خوندي نه دي.

پوليس د وګړو د څهرې پيژندنې له پاره د نورو امکاناتو څخه هم ګټه اخلې. د روان میلادې کال په پيل کې د کليريو شرکت دغه اقدام چې د انترنت کاراخیستونکو عکسونه يې د معلوماتو په بانک کې راټول کړې او د پوليسو په واک کې ورکړې وو، جنجالې شو.

د ګوګل شرکت، يوتيوپ او ټويټر د دغه اقدام په غبرګون کې له دې شرکت څخه وغوښتل، چې کار اخيستونکو په اړه د معلوماتو او عکسونو راټولول ودروي. د متحده ايالاتو ځينې ښارونو لکه سن فرانسیسکو د دغه شرکت د معلوماتو د ځيرمې څخه ګټه اخیستل منع کړل.