1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

مسکو له اوکراین سره پر پوله ملېشه مسلح کوي

۱۴۰۲ مرداد ۱۲, پنجشنبه

روسي چارواکي وايي چې له اوکراین سره پر پوله سیمه ایزه ملیشه مسلح کوي.په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له خپلو متحدینو غوښتي چې په دافع هوا کې ورسره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4UjSX
آرشیف: روسېې ملیشه د تلاښې پرمهال
آرشیف: روسېې ملیشه د تلاښې پرمهالانځور: Viktor Antonyuk/SNA/Imago

له اوکراین سره پر سرحد د روسیې د کرسک او بلګورود ښارونو واليانو د "خلکو ملېشو" د مسلح کولو اعلان کړی دی.

د کرسک والي رومان استاروایت په ټیلیګرامي چینل کې اعلان وکړ چې دا اقدام ځکه کیږي چې سیمي ېې له میاشتو راهیسې نږدې هره ورځ د اوکراین له خوا تر ترهګریزو بریدونو لاندي راځي.

استاروایت روښانه کړه چې د خلکو د دوطلبو وسله والو ملېشو په اړه تر څو میاشتني کار وروسته اوس یو میکانیزم جوړ او کمپونو ته د وسلو لومړنۍ کښتۍ رسیدلې ده.

د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې، د بلګورود والي ویاچسلاو ګلاډ کوف په شخصي توګه د رسمي مراسمو په ترڅ کې ملېشو ته وسلې و ویشلې.

«بې پيلوټه اوکرایني الوتکو په مسکو کې اهداف په نښه کړي دي»

په هغو انځورنو کې چې خپاره شوې لیدل کېږي چې لومړی د جنګیالیو نومونه یادیږې او وروسته بیا د هر یوه په لاس ماشیندار ورکول کیږي.

په یاده سیمه کې د خلکو رضاکاره ملېشه پر اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته په لومړیو اونیو کې رامنځ ته شوې وه.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: «د اوکراین له خاورې څخه د ناوړه نیتونو له امله ملیشو ته وسلې ورکول قانوني او ضروري کار دی.»

د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې پر سیمو له میاشتو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کېږي. مسکو د اوکراین حکومت په دغو بریدونو تورنوي.

زیلنسکي د بندرونو د ساتنې له پاره د مرستې غوښتنه وکړه

د اوکراین  ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي یو ځل بیا د خپل هیواد پر متحدینو غږ وکړ چې د روسیې له خوا د بندرونو پر زیربناو، ذخیرو اوتاسیساتو د بریدونو له امله دې د هوايي دفاع ملاتړ وکړي.

زیلنسکي پخپله ورځنۍ ماښامنۍ وینا کې وویل: «موږ له خپلو متحدینو سره په ګډه د هوايي دفاع سیسټمونو چمتو کولو له پاره خپلې هڅې کوو دا ځکه چې هر برید یوه ستونزه ده، نه یواځې د اوکراین له پاره، بلکې د ټولو هغو له پاره چې روسیه یې د بې ثباته کولو هڅه کوي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب