مصر او قطر، منځګړي که لوبغاړي؟
۱۳۹۳ شهریور ۸, شنبهليبيا د منځني ختيځ هغه هيواد دی چي د پخواني واکمن معمر القذافي د پرځول کېدو وروسته د تاوتريخوالي لړۍ ېې پای ته نه ده رسیدلې او سړ نه پوهیږي چې څه وخت به هغې ته د پای ټکې کيښودل سي. په دغه هيواد کي دوه پارلمانونه دي چي يو بل ته د غېرمشروع پارلمان خطاب کوي او حکومت هم واک نه لري.
په دغه هيواد کي بېلي وسله والې ډلې او قومي مليشې يو د بل سره په جګړه اخته دي. زيات څارونکي داسي بيره لري چي ليبيا ښایی ټوک ټوک سي او روان تاوتريخوالی به يو نوي اوج ته ورسيږي. خو د دغې وضعې څخه تر بل هر چا د ليبيا ګاونډي هيوادونه بيره لري. مصر اوس د ليبيا لپاره د سولي يو پلان ملګرو ملتونو ته وړاندي کړی دی.
دولتونه چي خپل مقاصد لري
په ليبيا کي د مصر هلي ځلي د دې لپاره نه دي چي په ليبيا کي آرامي او ثبات راسي او يا دا چي د تاوتريخوالي څپه مصر ته ور وانه وړي. مصر دلته خپل نور مقاصد او اجندا لري. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي چي ۲۰۱۳م کال راهيسي په مصر کي واکمن دی، په ښکاره توګه د اخوان المسليمين او اسلامپالنې مخالف دی. السيسي نه يوازي په خپل هيواد کي د اسلامپالنې ځپل غواړي بلکه په نورو ټولو هغو سيمو کي چيري چي مصر د نفوذ څښتن دی.
دا چي د غزې په جګړه کي دواړه اړخونه پر يو دوامداره اوربند توافق ته سره ورسېدل، تر شا يې د مصر لوی لاس ؤ. په دې اړه په تیریو اونیو کې مصر یو پریکړن نقش لوبلی دی.
په دغو هلو ځلو کې د مصر يو مقصد دا ؤ چي حماس ته چي د اخوان المسلمين ملګری سازمان دې وښودل سي چې خپل حد او حدود وپیژني. ځکه مصر د دې څخه بېره لري چي که په غزه او يا ليبيا کي اسلامپال قوي سي، نو داسي نه چي په مصر کي اسلامپالو ته وسلې ورسوي او په دې توګه د مصر پوځي حکومت د ګواښ سره مخامخ نه کړي.
قطر او د اخوان ملاتړ
خو د قطر هيواد بيا د مصر برعکس د اسلامپالو اخوان المسلمين ملاتړ کوي. قطر د کلونو راهيسي نيم په پټه او نيم په ښکاره د اخوان سره مرستي کوي. تر هغه پورې چې د عربي پسرلې په بهیر کې اسلام پالو خپله اصلی څيره، خپل غیر دیموکراتیک توب او لویدیځ ضد څیره لا ښکاره کړې نه وه ، قطر له داسی ملاتړ او مینځگړیتوب څخه اند يښنه نه درلوده او اعتبار ته کوم تاوان نه ؤ رسیدلی.
په زياته بيا هغه وخت کله چي قطر د سوريې په جګړه کي په ښکاره توګه د ترکيې په ملګرۍ د توندلارو ډلو څخه ملاتړ پېل کړ او په دې توګه يې د منځګړيتوب خپل رول تر سوال او شک لاندي راوست. دغه سوال او شک د قطر پخوانيو ټلوالو ته هم ورپيدا سو.
په دغو ټلوالو کي د مشارکت لپاره د خليجي هيوادونو د شورا غړي شامله دي چي پکښي د قطر علاوه سعودي عربستان، عمان، متحده عربي امارات، بحرين او کويټ هم غړيتوب لري. د دغه شورا غړي د قطر د رول په تړاو په ښکاره توګه د دغه هيواد سره په ټکر کي واقع دي.
غوسه د پخواني منځګړي پر ضد
د پوهي او سياست لپاره د آلماني بنسټ کارپوه ګيډو شټاينبېرګ وايي چي د بېلګي په توګه سعودي عربستان او متحده عرب امارات اخوان المسلمين د ځان لپاره يو ګواښ بولي. د نوموړي په وينا له همدې کبله دغه هيوادونه د مصر سره د ملياردونو ډالرو مرسته کوي.
قطر چي پخوا د مثالي منځګړی بلل کېده اوس د ګاونډي هيوادونو د غوسې سره مخامخ دی. اوس حتی د خليجي هيوادونو په شورا کي د قطر غړيتوب تر سوال لاندي راغلی دی - دا ځکه چې د دغو هیوادونو خپلې ملي گټې تر هغه څه زیاتی دي چې له شخړې او کړکیچ خخه مبراء گاونديان ولري.
د منځني ختيځ هغه هيوادونه چي ځانونه د منځګړو په توګه معرفي کوي لکه قطر او مصر په سيمه کي خپلي دلچسپۍ او مقاصد لري. د دغو منځګړو منځګړيتوب نه يوازي دا چي د روانو لانجو په حل کولو کي زياته مرسته نه کوي بلکه برعکس د بېلو ډلو څخه ملاتړ د نوو لانجو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.