ملا هيبت الله: د پخواني حکومت غړي مه مجازات کوئ
۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبهپه دې اړه د طالبانو د مشر ملا هيبت الله آخوندزاده د وینا متن د طالبانو يوه وياند محمد نعیم له خوا پر ټويټر خپور شوی دی. نعيم په يوه ټويټ کې د ملا هيبت الله د وینا له قوله ليکلي دي: «زما د عفو احترام وکړئ. د تير نظام د تیرو جرمونو سزا مه ورکوئ.» دغه راز زياته شوې ده: «زما په ولس ډېره خوا بديږي هيڅکله ظلم مه ورسره کوئ. د ظلم پایله بده ده...»
هغه همدارنګه له طالب چارواکو څخه غوښتي دي چې افغانان بهر ته له تلو څخه منع کړي، ځکه په وينا يې په بهر کې د افغانانو درناوی نه کيږي.
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې ليکلي دي چې ملا هيبت الله آخوندزاده دغه خبرې په کندهار ولایت کې خپلو پلویانو ته په وینا کې کړي دي.
د طالبانو مشر چې له کلونو راهيسې يې په عامه توګه کومه ويډيو او انځور نه دی خپور شوی، ويلي دي چې د دوی له خوا اعلان شوې عمومي عفو ته باید درناوی وشي.
ملګرو ملتونو، د بخښني نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان طالبان د افغانستان د پخواني حکومت د يو شمیر کارکوونکي او امنيتي ځواکونو بې محکمې مجازات او وژنو باندې تورن کړي دي.
د طالبانو مشر په داسې وخت کې دغه څرګندونې کړي دي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو يوه ويډيو په ټولنيزو رسنیو کې خپره شوه چې پکې يو نيول شوی پخوانی افغان پوځي د طالبانو له خوا په څپيړو او لغتو وهل کبږي.
دغې ويډيو په پراخه کچه د افغانانو غبرګون له ځانه سره درلودلی دی. د سه شنبې په ورځ په کابل کې يو شمیر ښځو د طالبانو د دا ډول کړنو خلاف مظاهرې وکړې. د رپوټونو مطابق دغو ښځو له طالب چارواکو څخه وغوښتل تر څو د خلکو خپل سري مجازات او زورونې ودروي.
د طالبانو په واکمنيدو سره په لسونو زره افغانان له هیواده وتلي دي، خو په دوحه کې د طالبانو وياند محمد نعیم د ملا هيبت الله آخوندزاده له قوله ليکلي دي چې طالب چارواکي باید هغوی تشویق کړي چې په خپل هيواد کې پاتې شي.
نعيم د آخوندزاده له قوله ليکلي دي: «په نورو هیوادونو کې د افغانانو درناوی نه کيږي، نو هيڅ افغان باید هیواد ترک نه کړي.»
خو افغانانو په افغانستان کې د موجوده بشري او اقتصادي بحران له وجې مهاجرتونو ته مخه کړې په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان هم په دغه هیواد کې د سخت بشري ناورین خبرداری ورکوي.