ملاريا لا هم د انسان ژوند ته لوی ګواښ دی
ملاريا په نړۍ کي يوه له تر ټولو خطرناکو عفوني ناروغيو څخه ده چي هرکال نژدې نيم مليون انسانان وژني. مخ په زياتېدونکې توګه د ملاريا ضد درملو مقاومت هم پر کمیدو کېدو دی.
د يوې ماشې/غوماشې بريد
په دې کي هيڅ شک نسته چي د افريقا تر ټولو دغه خطرناک حيوان نژدې ۶ ملي متره د انوفېلېس غوماشه ده ځکه چي دغه ډول غوماشې د ملاريا د خپرېدو لامل دي. هر کال په دغه ناروغۍ نژدې نيم مليون انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دغه ناروغۍ اخته کسانو تکرارېدونکي تبي، ساړه او دردونه کيږي. دغه ناروغي په زياته ماشومان ډېر ژر وژلای سي.
پېل يې په غوماشه کيږي
که يوه انوفېلېس غوماشه په ملاريا اخته انسان وچيچي نو د ملاريا رامنځ ته کوونکی پارازيت ورڅخه اخلي او کله چي بل انسان وچيچي نو هغه ته دغه پرازيت انتقالوي. څېړونکو په دغه انځور کي د ملاريا پرازيت په زرغون ځلېدونکي پروټين نښاني کړي دی. له دې لاري ليدل کيدلای سي چي پرازيت د غوماشي په نس کي ډيريږي او تر ناړو پوري يې ځان رسوي.
د څېړنو لپاره د ملاريا د پرازيت لاسته راوړل
د ملاريا د پرازيت بيولوژيکي نوم «پلاسموديوم» دی. د دغه مطالعې له پاره څېړونکي د عفونيت لرونکي غوماشي څخه د هغې د ناړو کڅوڼه (د انځور منځ کي) ليري کوي او ورڅخه پرازيت بېلوي. دا ځکه چي په دغه ځای کي دغه پرازيت خپل اصلي عفوني شکل ته وده کوي. دغه شکل ته يې «سپوروڅويت» ويل کيږي.
غوماشه ـ انسان ـ غوماشه
په اصل کي انسان د ملاريا پرازيت عبوري تغذيه کونکی وي. هغه اصلي وده په غوماشه کي کوي. په انسانانو کي دغه پرازيت بېله جنسيت څخه لومړی په اينه کي او بيا د وينو په سرو حجرو کي وده کوي. وروسته يې يوه برخه په ښځينه او نارينه حجرو بدليږي چي د غوماشو له خوا اخيستل کيږي او په غوماشه دننه کي د جنسي لاري ډيريږي او حلقه بشپړه کيږي.
ملاريا پرازيت په دايره کي ځغلي
دا چي د ملاريا سپوروڅوت کاږه وي، نو هغوی په حلقه کي حرکت کوي لکه څېړونکو چي په دغه انځور کي د ښېښې پر سطحه په مايع کي هغوی انځور کړي دي. پرازيتونه ته ژړ او د هغوی حرکت شين رنګ دی. دغه پرازيتونه چټک وي. د يوې حلقې پوره کولو له پاره هغوی نژدې نيمه دقيقه وخت غواړي. د تغذيه کوونکي په بدن کي هغوی د خنډونو سره مخامخېدو له کبله مستقيم حرکت هم کوي.
د چيچل کېدنې او ناروغۍ د پېل تر منځ ۱۲ ورځي
د ملاريا پرازيت و انسان ته ترداخلېدو وروسته څو ورځي د هغه په اينه کي تېروي او په دغه وخت کي انسان ناروغي نه احساسوي. خو کله چي دغه پرازيت په اينه کي د انګورو په شکل مېروڅويت باندي بدل سي نو د وينو سرو کرویاتو ته داخليږي او انسان ځان ناروغه احساسوي.
په وينه کي د ملاريا پرازيت
د ملاريا پرازيت د انسان د وينو په سرو کرویاتو کي د خپل ځان د تکثير له پاره د يوې او درو ورځو وخت ته اړتيا لري. ترهغه وروسته د وينو سره کرویات تجزيه کوي او د ملاريا لا زيات او بالغه سوي پرازيتونه او د هغوی له مېتابوليزم څخه رامنځته سوي زهرناکه مواد آزاديږي. پايله يې سختي تکرارېدونکي تبي وي. تر ارغواني رنګولو وروسته تر مايکروسکوپ لاندي بيا په وينو کي د پرازيت د شتون تشخيص آسان وي.
د استوايي کرښې په سيمو کي
ملاريا يوه استوايي او د ګرمو منطقو ناروغي ده. دغه ناروغي هلته رامنځ ته کيږي چي تودوښه او رطوبت زيات وي. يو شمېر کارپوهانو اندېښنه لرله چي په چاپريال کي د تغير سره ښايي ملاريا د نړۍ نورو سيمو ته هم سرايت وکړي. خو نوې څېړنې بلې پايلي ته رسېدلي دي. هغه دا چي مخ په زیاتېدونکې توګه د ملاريا د خپرېدو ساحه کمه سوې ده ځکه چي دلدلونه يا د ډم اوبو ځايونه مخ پروچیدو دي.
ژوند ژغورونکی جال/پشه خانه
د ملاريا ضد تر ټولو ګټور او مهم اقدام دا دی چي څوک له سره د غوماشي له چيچلو څخه ځان وساتي. په دې ترڅ کي کي د غوماشو شړونکي مواد، د غوماشو ضد کريم او طبعا د غوماشو مخ نيونکي پشه خانې زياته مرسته کوي. په يوه پشه خانه کي بيدېدل ښايي د ژوند ژغورنې سبب سي.
غبرګ محافظت
کارپوهانو د غوماشو ضد ځانګړی جال جوړ کړی چي په وينا يې غبرګ محافظت کوي. د دغو جالونو په تارونو کي يې لومړی حشره ضد مواد کار کړي چي په تدريجي توګه حشره ضد دنده په غاړه اخلي او ټولې هغه غوماشي چي پر دغه جال کښېني وژني.
د ملاريا ضد زهرجنه وسله
کله چي د ملاريا ګواښ ډېر زيات سي نو متاثرين ځان اړ احساسوي چي سخت اقدامات وکړي او د بېلګي په توګه په لوړه اندازه زهرجن مواد وکاروي، لکه د هند په ممبی کي. د ډي ډي ټي په نوم دغه زهرجن مواد د غوماشو ضد دي خو د چاپیريال او روغتيا له پاره هم ډېر خراب عواقب لري. دغه زهر ډېر وخت خپل اثر له لاسه نه ورکوي او په خوراکي ځنځير کي داخليږي.
چټک تشخيص
د ملاريا د تشخيص چټک تيست د څو دقيقو په جريان کي معلوموي چي د ملاريا پرازيت په وينه کي موجود دی که نه. لکه په دغه انځور کي چي د بې پولو ډاکټرانو له خوا په مالي کي د يو هلک تيست کوي. د هغه تیست مثبت دی او له دې کبله ورته درمل ورکول کيږي او دوې ورځي وروسته بېرته رغيږي. خو د دغو چټک تيستونو نتايج هميشه د باور وړ نه وي.
د وخت سره په سيالي کې
درمل د ناروغ په وينه کي د ملاريا پرازيت يا خو وژني او يا يې د لا ډېرېدو مخه نيسي. خو د وخت په تېرېدو سره دغه پرازيت د دغو درملو په وړاندي مقاومت پیدا کړی، يعني درمل ورباندي نور اثر نه کوي. د بېلګي په توګه د کلوروکوين په شان درمل په يو شمېر سيمو کي نور مؤثره نه دي. د دې تر څنګ جعلې او غيرمعياري دواوي چي پکښي د اصلي درمليزو موادو اندازه کمه وي د رزيستنت کېدو لامل کيږي. نوي درمل بايد جوړ کړل سي.
د بیديدو پر بستر له ملاريا څخه ساتنه
د پخوا په ډول بیا هم د ملاريا څخه د ساتنې تر ټولو ښه «درمل» دا دي چي څوک ځان له غوماشو څخه وساتي. که غوماشه انسان ونه چيچلای سي نو ملاريا هم نه رامنځ ته کيږي.