ملګرو ملتونو متقي ته اجازه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهرویټرز د ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو د کمېټې غړو د دوشنبې په ورځ موافقه وکړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي او هلته د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وویني.
د امیرخان متقي او نور طالب چارواکو نومونه له ډېرې مودې راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.
چين او طالبان غواړي همکاري پراخه کړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځلس کسیزې کمیټې د موافقې پر اساس، متقي ته اجازه ورکړل شوې چې د مې میاشتې له ۶مې تر ۹مې نیټې په موده کې اسلام آباد ته سفر وکړي او هلته د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
ویل شوي، چې د متقي د سفر ټول لګښت پاکستان په غاړه اخیستی دی.
د پاکستان د سیاسي ماموریت مشر په کابل کې له متقي سره کتلي
په دې اړه چې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به د متقي د خبرو تمرکز پر کومو موضوعاتو وي په دې تړاو ډیر جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د رویټرز په حواله چینايي او پاکستاني چارواکو تل ویلي چې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز په بنسټیزه پروژه کې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د حضور هرکلی کوي.
افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر یوه مهمه لاره پروت دی او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت لاس طبیعي زیرمې لري.
د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون له پاره ازبکستان ته هم ولاړ شي.
په ۲۰۱۱ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې پر ۱۳۵ لوړ پوړو طالب مشرانو بندیزونه ولګول. په دغو بندیزونو کې د سفر کولو پر ممنوعیت سربیره سربېره د دوی د شتمنیو کنګل کول هم شامل وو.
امریکا که چین؛ طالبان له کومو هېوادونو سره ملګرتیا کوي؟