يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمير ۱۷ سلنه لوړ شوی
۱۳۹۷ مهر ۱۵, یکشنبهد آلمان خبري آژانس د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له قوله ليکي چې د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې ۲۳ زره او ۴۱۹ مهاجر او پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي دي. د ملګرو ملتونه دغه اداره وايي چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله سږ کال يونان ته د رسيدلو مهاجرو او پناه غوښتونکو په شمير کې ۱۷ سلنه لوړوالی راغلی دی.
په عين وخت کې د يونان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دغه شمير مهاجرو څخه علاوه د روانې مياشتې (اکتوبر) په لومړنيو څلورو ورځو کې ۵۶۰ تنه مهاجر د آژه سمندرګي له لارې د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي. آژه سمندرګی د يونان او ترکيې ترمنځ د اوبو يو پخوانی سرحد دی.
د يونان د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي سږ کال پر دغې لارې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمېر د تېر کال د رسيدلو مهاجرو په پرتله، دوه برابره لوړ دی.
د يونان د مهاجرت د چارو وزير ديمتريز ويتساس د دغه هيواد پارلمان ته وويل چې په ۲۰۱۷م کال کې ۵۵۰۰ مهاجر د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيدلي ول، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸م کال په يوازې لومړيو ۹ مياشتو کې له دغې لارې شاوخوا ۱۲ زره مهاجر رسيدلي دي.
ويتساس زياته کړه چې يوناني چارواکي په پام کې لري چې له ټاپو ګانو څخه ډير مهاجر وچې ته انتقال کړي.
د رپوټونو په حواله له ټاپوګانو څخه وچې ته د مهاجرو د ايستلو يو دليل دا دی چې په ټاپوګانو کې د کمپونو له وړتيا څخه دوه برابره ډير مهاجر ځای پر ځای کړل شوي، چې له امله يې د کمپونو وضعيت ډير خراب شوی دی. د يونان حکومت دغه هيواد ته رسیدلي مهاجر په لومړي سر کې په دغو کمپونو کې ساتي.
د يونان د ساحلي ساتونکو په حواله، په تيرو لسو ورځو کې له ۲۰۰۰ څخه ډير کسان د يونان شمالي او مرکزي کمپونو ته ليږدول شوي او ۱۹ زره نور بيا وچې ته د انتقال په انتظار کې دي.
د يونان حکومت په پام کې لري چې د هغو مهاجرو شمير چې د آژه سمندرګي په ټاپوګانو کې د انتظار په حال کې ژوند کوي، لس زرو ته راښکته کړي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: