1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: نوی ډیلی د نړۍ تر ټولو ډیرو چټلو ښارونو څخه دی

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

د نوي ډیلي د غازي پور د کثافاتو میدان د فوټبال د۴۰ میدانو په اندازه لوی او هر کال ۱۰ متره نور لوړیږي. په ۲۰۲۰ م کال کي به د هغه جگوالی د تاج محل لوړوالي ته ورسیږي. ددې یوعلت له اروپا څخه ورصادریدونکي کثافات دي.

https://p.dw.com/p/3K5xU
Indiens höchster Müllberg
انځور: Getty Images/AFP/X. Galiana

د فرانسې خبري آژانس د غازي پور د مسؤلو مامورینو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي د کثافاتو د دغه میدان لوړوالی همدا اوس لا ۶۵ مترو ته رسیدلی دی.

د ملگرو ملتونو په حواله د هندوستان پایتخت ، نوی ډیلی د نړۍ تر ټولو ډیرو چټلو ښارونو له جملې څخه دی. ځکه نو د اقلیم ساتني فعالین او ډاکټران د دغي لويي کثافت دانۍ او د هغه له گازاتو څخه د محل خلکو ته د سختو صحي عواقبو خبرداری ورکوي.

دهندوستان ستري محکمې دښاروالیو مسؤلو چارواکو ته څو واره خبرداری ورکړی دی، چي د کثافاتو د بحران په مقابل کي لازم عاجل اقدامات تر سره کړي. خو د غازي پور د ښاروالۍ په حواله د کثافاتو دغه میدان ته هرکال ۲۰۰۰ ټُنه نور کثافات راوړل کیږي.

Indonesien Reiher und Kühe auf einer Müllkippe BdTD
انځور: Getty Images/AFP/C. Mahyuddin

د یوه بل رپوټ په حواله د محلي کثافاتو تر څنگ د اروپا او مریکا څخه په مخ پر ډیریدونکي ډول سره اسیا او له هغې جملې څخه هندوستان ته کثافات ورصادریږي. د په ظاهره اقلیمي مسایلو باندي پوه او خبر هیواد جرمني نه یوازي د اروپايي ټولني تر نورو اتباعو ډیر کثافات تولیدوي، بلکي په ډیره پیمانه سره یې نورو هیوادونو، له هغې جملې څخه هندوستان ته صادروي هم.

زموږ دآرشیف څخه یو انځوریز البوم:(04.03.2014 )