ممبي اوبو لاندی کړی دی
ممبي ښار چې نفوس یې شل میلیونو کسانو ته رسیږي، له دوو ورځو راهیسې پکې سخت بارانونه کیږي. سختو ورښتونو په ممبي کې د ژوندانه سیستم ګډوډ کړی دی.
د ۱۵ کسانو مړینه
د هندوستان په ممبي ښار کې د موسمي بارانونو له کبله د یوه دیوال د نړیدو په ترڅ کې د ۱۵ کسانو د مړینې رپوټونه ورکول کیږي. د ځایي چارواکو په وینا د دیوال د نړیدو له کبله ۷۰ تنه ټپیان شوي هم دي.
د تلفاتو د زياتېدو اندېښنه
د ممبي په نورو سیمو کې هم د ورښتونو له کبله د درو تنو د مړینې رپوټونه ورکول کیږي. د خراب موسم له کبله د تلفاتو د ډېرښت اندېښنه هم ده.
له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي
ځایي چارواکو د عامې رخصتۍ اعلان کړی دی او له خلکو یې غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. ښوونځي او کالجونه بند دي او تر سلو زیات پروازونه لغوه کړل شوي دي.
په تیرو دوو ورځو کې سخت ورښتونه شوي
په ممبي کې د هوا پيژندنې ادارې ویلي دي چې په تیرو دوو ورځو کې په تیره لسیزه کې تر ټولو زیات بارانونه ثبت شوي دي.
کورونو ته اوبه ورغلي
په تلویزيون کې په ښوول شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې کورونو ته اوبه ورننوتي دي.
موسمي بارانونه هرکال زیانونه اړوي
په هندوستان کې له جون تر ستمبر میاشتې پوري هرکال موسمي بارانونه زیانونه اړوي. ځینې ودانۍ چې بنیادونه یې کمزوري دي، د ورښتونو له کبله نړیږي. ډیرې سیمې د سختو ورښتونو په پایله کې تر اوبو لاندې کیږي.