مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
طالبانو د هلمند یوه مهمه ولسوالۍ نیولې ده
طالبانو د هلمند ولایت یوه مهمه ولسوالۍ نیولې ده. د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي ویلي دي چي تر سختو جنگونو وروسته طالبانو د خانشین ولسوالۍ مرکز نیولی دی. خو د ولایت مقام بیا د خانشین نیول رد کړي او ویلي یې دي چي جنگونه هلته اوس هم روان دي. طالبان د هلمند یوه لویه برخه کنټرولوي. دغه ولایت د هغوی د جګړې د تمویل له پاره ډیر مهم دی ځکه چي ۹۰ فیصده کوکنار دلته کرل کیږي.
په بلجیم کي د ترهگرۍ په شک دوه کسان نیول سوي دي
په بلجیم کي د ممکنه حملو د پلانولو په شک پوليسو دوه کسان نیول دي. د بلجیم لويي څارنوالی خبر ورکړی دی چي دغه دواړه وروڼه د مونس او لوټوس په ښارونو کي د تلاشۍ پر وخت نیول سوي دي. د لمړنیو تحقیقاتو پر اساس هغوی پلان درلود چي د «بلجیم په یوه ځای» کي حملې وکړي.
په کولن کي د اردوغان ضد ښی اړخو ته د مظاهرې اجازه ورکړل سوه
په کولن کي به داردوغان د پلوي مظاهرې پر ضد د ښی اړخي نشلسټانو مظاهره هم بلاخره دایره سي. ځکه چي د مونستر د مرافعې محکمې د کولن د پوليسو شکایت رد کړ. په دغه مظاهره کي د نورو تر څنگ د پردیانو ضد گوند «Pro NRW» هم برخه اخلي. هغوی غواړي تر دغو شعار لاندي مظاهره وکړي: د «باسپورس مطلق العنانه اسلام پاله متوقف کړی.» ځکه نو پوليس د کشمکشونو د رامنځته کیدو څخه بیره لري.
شټاین مایر په آلمان کي له ترکانو څخه د اعتدال غوښتنه وکړه
د ترکیې د جمهور رييس رجب طیب اروغان، د طرفدارانو او مخالفینو تر مظاهرو مخکي د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر، د هغو له گډون کونکو څخه د اعتدال غوښتنه وکړه. شټاین مایر یوې آلمانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي چي نباید د ترکیې داخلي تشنجات جرمني ته راانتقال او د نورو نظریاتو خاوندان وبیرول سي. د ده په خبره دلته هغه ته هیڅ ځای نسته.
مدافع وکیل: په جرمني کي د اروغان دعوه پر خپل حال پاتیږي
د ترکیې د جمهور رييس اروغان د توهینولو له کبله په جرمني کي جزايي دعوه پر خپل حال باندي پاتیږي. دا خبره د رسنیو مدافع وکیل رالف هوکر کړې ده، چي دلته د اروغان دعوه پرمخ بیايي. د هوکر په خبره هغه اعلان چی د اروغان پر ضد توهینولو په مقابل کي ټولي دعواوی بیرته اخیستل کیږي یوازي په ترکیه کي اعتبار لري. اردوغان اعلان کړی وو چي د «ښې ارادې» ښکاره کولو پخاطر د خپلو ټولو دعواوو څخه تیریږي. دی.
ملگرو ملتونو په جنوبي سوډان کي خپل ماموریت تمدید کړ
د ملگرو ملتو امنیت شورأ په جنوبي سوډان کي د شین خولیو ماموریت د نورو دوو اوونیو لپاره تمدید کړ. د اگست تر ۱۲ پوري د دغه تمدید څخه به پدې لار کي استفاده وسي، چی عسکر اضافه او د ضرورت سره سم عیار سي. د جنوبي سوډان دپاره د ملگرو ملتو سفیرې سامانتا پوور ویلي دي، چي په جنوبي سوډان کي د سولي دغه ماموریت په خپل اوسني شکل او ډول سره «غیرقادره او په ځینو حالاتو کي ناکامه ثابت سو.»