موچا توپان په میانمار او بنګله ديش کې په لکونو خلک اغیزمن کړي
د «موچا» په نوم توپان له ۲۰۰۷م کال راوروسته تر ټولو ځواکمن سمندري توپان بلل شوی دی. د دغه توپان له کبله تر اوسه یو شمېر کسان مړه شوي او په سلګونو زره خلک اړ شوي چې امنو سیمو ته ځانونه ورسوي.
سخت بادونه
د موچا توپان سرعت په یو ساعت کې ۲۱۰ کیلومتره دی. ډېر چټک باد د يو شمیر کورونو چتونه الوزلي او حکومت امن سیمو ته د لکونو خلکو د ایستلو هڅې کوي.
د ستو بندري ښار ته ډېر زيان اوښتی
په میانمار کې تر ټولو ډير زیان بندري ښار، ستو (Sattu)، ته اوښتی. دغه ښار چې یونیم لک نفوس لري، ډير کورونه په کې تر اوبو لاندې شوي دي. چارواکي وايي چې په دې ښار کې له ۷۰۰ ډير کسان ټپیان شوي او له ۲۰ زره ډير نور کسان لوړو ودانيو، ښوونځیو او عبادت ځایونو ته انتقال شوي دي.
د پنځو کسانو مړينه تائيد شوې
د میانمار د راخين ایالت مواصلاتي لار سخته زیانمنه شوې چې حاضردمه ېې د اوښتو تاوانونه د اندازې لګول ستونزمن کار دی. په راخين ايالت کې د پنځو کسانو د مړېنه تصدیق شوې ده.
بنگله ديش هم اغیزمن شوی
په بنگله ديش کې هم د توپان د ويجاړيو خبر ورکړل شوی دی خو تر اوسه د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
په کوکس باراز کې د خلکو کړاو
بنګله ديشي چارواکي وايي چې په کوکس بازار کې له لس لکو ډیر روهنګیا مهاجر هم له دغه توپانه اغیزمن شوي، خو د ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
د مهاجرو د خیمو تخرېبيدل
د چارواکو په خبره توپان د روهنګیا مهاجرو په کمپونو کې نژدې ۳۰۰ خیمې تخریب کړي دي.
خوندي ساحو ته د خلکو انتقال
بنګله دیشي چارواکو ويلي چې ۷نیم لکه افراد ېې امن ځایونو ته انتقال کړي او وايي چې د توپان له کبله څوک مړه شوي نه دي
د هند په څينو برخو کې د اورښتونو وړاندوېنه
د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې توپان، د بنګله دیش په جنوبي ساحل کې له ۳۰۰۰ ډير کسان مړه کړل او د میليونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه ېې اړولي ول. ګاونډي هیواد هندوستان هم موچا سمندري توپان ته په کتو په یو شمیر شمال شرقي سیمو کې د ورښتونو وړاندوېنه کړې ده.