ميرکل د مهاجرو د نهايي حد ټاکل رد کړل
۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبهد آلمان صدر اعظمې انګلا ميرکل د خپلې کلنۍ تلويزيوني مرکې په ترڅ کې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو د نهايي حد د ټاکلو وړاندیز رد کړ. د دې د مخه د آلمان د مسیحي سوسيال ګوند چې د ميرکل د مسيحي ډيموکرات ګوند متحد ګوند دی، دا وړاندیز کړی وو چې د مهاجر د داخليدو يو وروستۍ حد دې وټاکل شي. ميرکل وويل چې آلمان ته د داخليدونکو مهاجرو يو حد ټاکل د حل لار نه ده.
ميرکل وويل: «د مهاجرو د نهايي حد په هلکه زما دريځ روښانه دی. زه به دا ونه منم.»
دې زیاته کړه چې د مهاجرو شمير د دوی په اصلي هيوادونو کې د مقرراتو په رامنځته کولو او د داسې يوې وضعې د رامنځته کيدو د مخنيوي له پاره د لاس په کار کيدو له لارې کميدلای شي، چې دوی مهاجرت ته اړ باسي.
د ميرکل دا دريځ به نوموړې د مسيحي سوسيال ګوند د مشر هورست زيهوفر، د مخالفت سره مخ کړي، ځکه نوموړي ګواښ کړې وو چې د يوه کلني نهايي حد د ټاکلو پرته به د ميرکل سره په ايتلاف کې شامل نه شي.
ميرکل په دغه مرکه کې دا هم وويل چې هيله لري د ناټو په همکارۍ به د ترکیې او آلمان ترمنځ زياتيدونکی واټن له منځه يوړل شي.
په ترکيه کې د ناټو د پوځي اډې لانجه
تيره اوونۍ ترکیې د آلمان د پارلمان غړيو ته په قونيه کې د ناټو په پوځي اډه کې د «AWACS» اکشتافي الوتکو په ماموريت د شاملو آلماني عسکرو سره د ليدنې اجازه ونه کړه. دغه ليدنه کتنه د دوشنبې ورځې له پاره په نظر کې نيول شوې وه.
ترکیې دا ليدنه کتنه له د دواړو هيوادونو په خپل منځي اړيکو کې له ترنګلتياو له کبله ځنډولې ده.
ميرکل نه غواړي چې د ترکي پنا غوښتنونکو موضوع د قونيه د پوځي اډې له موضوع سره ارتباط ورکړي. دې وويل چې دا دوه بیخي جلا موضوګانې دي: «يوې پايلې ته تر رسیدو د مخه موږ بايد خبرې اترې وکړو او د ناټو په مرسته د لانجې د حل له پاره بحثونه سره وکړو.»
آلمان څو اوونۍ تر مخه د انجرليک له پوځي اډې څخه هم خپل عسکر د هغه وروسته اردن ته انتقال کړل چې د پارلمان غړو ته له دغه عسکرو سره د ليدو اجازه ور نه کړل شوه. د ناټو عمومي منشي هم د جمعې په ورځ د آلمان او ترکیې د بهرنيو چارو له وزیرانو څخه د خپلو اختلافاتو د له منځه وړولو غوښتنه وکړه.
ميرکل د خپلې دې پراخې مرکې په ترڅ کې د جي ـ شل غونډې د کوربتوب له پاره د هامبورګ ښار د انتخابولو له خپلې پریکړې څخه هم دفاع وکړه. د جي ـ شل د غونډې پر وخت په هامبورګ ښار کې د کيڼ اړخه تندلارو له خوا سختې مظاهرې وشوې او سخته ګډوډۍ رامنځته شوه. د دغه ګډوډيو په ترڅ کې څو تنه پوليس هم ټپيان شوي ول.
انګلا ميرکل، د آلمان د راتلونکي مشره؟
د آلمان په مشرتوب کې د پاتې کيدو په هلکه ميرکل وويل چې دا په نظر کې لري چې د راتلونکو څلورو کالو له پاره هم د آلمان مشري وکړي. میرکر د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل: «سړی هيڅ نه پوهيږي چې ژوند به څه ورسره وکړي، خو زه د راتلونکو څلورو کالو له پاره مشرتابه ته د دوام د ورکولو پخه اراده لرم.»
د نظر پوښتنو نتایج ښيي چې ميرکل به ښايي د سبتمبر میاشتې په ټاکنو کې بيا د آلمان د صدراعظمې په توګه وټاکله شي.