ناټو په افغانستان کی د القاعدی بیا فعالیدل ردوی
۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعهپه افغانستان کي د ناټوترمشري لاندي ځواکونه هغه رپوټونه ردوي چي ګني القاعده دي بيرته په افغانستان کي سره راټوله شي. هغوي وايي چي د هيواد په ختیځو برخو کي د دغی ډلی اورپکی تر فشارلاندي دي
ناتو د هغه یو رپوټ په وړاندی ډیر ژر غبرګون ښکاره کړ چی ګواکی د القاعدی ترهګره شبکه د افغانستان ختیځو برخو ته «د بیرته ستنیدو» په حال کی ده.
د ايساف د ځواکونو وياند ډګرمن جون ډورين په يو خبر پاڼه کي وویل : « دالقاعدي ځینی فعالیتونه په دي معني نه دي چي دغه شبکه بيرته په یوی قوی بدلیږی.»
يوي امريکايي ورځپاڼي وال سټريټ د چهارشنبي په ورځ په خپل يوه تازه رپوټ کي ویلی دی چي د القاعدي عرب جنګيالي د افغانستا ن ختيځی برخی کي چي د پاکستان پولي ته څيرمه پرته ده ، سره په را ټوليدو دي.
ورځپاڼي ليکلي چي دافغانستان په ختيځ کي د سپيتمبر په مياشت کي د امريکايي جيټ الوتکو لخوا د القاعدي په مرکز بمباري دا ښيی چي دا شبکه بيرته د فعاليدو په حال کي ده.
ډورين وویل « دا يوه مبالغه ده چي ووايو چي ګني القاعدي په افغانستان کي بيرته فعاله شوي ده». هغه زياته کړه « په نږدي وخت کي القاعده د پخوا په څير د کمپونو په لټه بوخت وه،چيري چي دوي غواړي خپل روزنيز کمپونه جوړ کړي. خو لکه څنګه چي هغوي پوهيږي ايساف سيمه له نږدي څخه څاري او مونږ د داسي روزنيزو مرکزو په لټه يو.»
خو د امریکایی ورځپاني د معلوماتو له مخی په تيرو شپږو مياشتو کښي القاعدې د کونړ ولايت په کوړنگل ولسوالۍ کي بيرته د خپلو مرکزونو او روزنيز کمپونو په جوړولو لاس پوري کړي.
ویل شوی دی چی دغی سيمي ته د القاعدې اورپکو ستنېدل وروسته تر هغه پيل شول چي امريکايي ځواکونو د سیمی امنيتي مسوليت افغان ځواکونو ته وسپاره.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباری حکیم