ننګرهار: په دينې مدرسه کې چاودنې اته تنه ټپيان کړې
۱۴۰۱ تیر ۱۱, شنبهيوه ځایي چارواکي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای دويمه) د آلمان خبري آژانس ته وويل د ټپي شوو زده کونکو په ډلې کې د دوو تنو روغتیاي وضعیت نازک وو چې روغتون ته رسول شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د پولیسو وياند، عبدالبصير زابلي، په افغانستان کې فعال چينل، طلوع نيوز، ته وويل چې دغه چاودنه د لاسي بم وه چې د روداتو ولسوالۍ ېوې ديني مدرسې ته غورځول شوی دی. هغه وويل په دغې مدرسه کې شپې له خوا هم زده کونکي اوسيږي. ځينو رسنيو دغه مدرسه د عثمان ذالنورین په نوم ښودلې ده.
د آلمان خبري آژانس په حواله تر اوسه د دغې پيښې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د داعش ډلې جنګيالي په افغانستان، په ځانګړې توګه د افغانستان په ختيځ کې فعال حضور لري چې غالباً د طالبانو پر امنيتي ځواکونو او مذهبي لږګیو باندې بريدونه کوي. دغې ډلې په تر ټولو تازه مورد کې په کابل ښار کې د طالبانو پر يوې غونډې د حملې مسئولیت منلی دی.
شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د سیکهانو پر یو عبادت ځای وسلوال برید وشو چې د طالبانو په وينا دوه کسان په کې ووژل شول. د یادې حملې مسئوليت هم داعش ډلې منلی وو. طالبانو هغه وخت تر حملې څو ساعته وروسته وويل چې دوو وسلوالو پر درمسال برید کړی وو چې د دوی ځواکونو له خوا ووژل شول.
آ./م.ک.ص./ا.ا.