ننګرهار کي زيات شمېر داعش جنګيالي حکومت ته تسليم شوي
په ننګرهار کې د داعش ډلې له شپږ سوو څخه ډېر غړي، مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي. انځورونه يې دلته کتلای شئ:
د ننګرهار چارواکي وايي، له تېرو دوو اونیو راهیسې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې خلاف د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیات روان دي، چې پکې داعش ډله د اچین ولسوالۍ له غرنیو سیمو ویستل شوې ده او ډيورنډ کرښې ته څېرمه لږې غرنۍ سیمې پاتې دي، چې لږ وخت کې به هغه هم تصفیه شي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال محمد کریم نیازی وآيي، دغو عملیاتو کې چې ډېر ښه پر مخ ځي ګڼې سیمې له داعش وسله والو پاکې شوي او تر دې دمه د داعش ډلې د وسله والو غړو په شمول د هغوی له شپږو سوو ډېرې مېرمنې او ماشومان حکومت ته تسلیم شوي دي
جنرال نیازی وايي، دغو تسلیم شویو کې ډېر یې د خیبرپښتونخوا د اورکزیو، پېښور او پنجاب، د کندوز او کونړ ولایتونو اوسېدونکو تر څنګ ګڼ شمېر ازبک کسان هم شته دي.
د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی او د ملي اردو یو سرتېری اسماعیل وايي، د خپلې سیمې یوه کس ته یې خور ورکړې وه، چې له تېر یو نیم کال راهیسې د اوښي او خور هېڅ درک نه لګېده. دی وايي، وروسته مالومه شوه، چې اوښي یې خور له ځانه سره د ننګرهار اچین ته وړې او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
اسماعیل وايي، څو ورځې مخکې یې خور کور ته زنګ وهلی و، چې هغه اچین کې ده او غواړي کور ته لاړه شي. دی وايي، اوس یې خور له خپلو دوو بچیانو سره حکومت سره ده او تمه یې ده، چې دوی ته به یې تسلیم کړي. هغه زیاتوي چي پر خور یې ډېرې سختې تنګې تېرې شوي او ډېره زورېدلې ده.
د خبريالانو له ورتګ سره د اچین په مهمند دره کې له سلو ډېرې مېرمنې او ماشومان د افغان ځواکونو قرارګا سره نیږدې یوه مسجد کې ساتل کېدلې، چې وروسته یې بیا ولایت مقام ته سپاري. خبريالانو کوښښ وکړ، چې له مېرمنو او د هغوی له ماشومانو سره خبرې وکړي؛ خو ډېری مېرمنو آن د کامرو په لیدو ژړل او داسې ښکاره کېدلې، چې په خپل راتګ پښېمانه دي.
ډېرو ماشومانو او مېرمنو یوازې د خپلو سیمو نومونه اخستل. همدا نن يکشنبې (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۱۷مه) بیا د ننګرهار په ملي امنیت ریاست کې د داعش ډلې د کورنیو او د هغوی د ماشومانو دوه سوه کسیزه جوپه رسنیو ته ښودل شوې ده.
په يوه خبري ناسته کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل رسنیو ته وویل چي ننګرهار کې داعش ډله ماته شوې او نورو ولایتونو ته هېڅ ډول خطر نه شي جوړولی.
ورته مهال طالبانو ویلي، په ننګرهار کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او تر اوسه د دغې ډلې د کورنیو څه باندې اته سوه غړي، د هغوی په وینا، »حکومت له طالبانو ژغورلي دي.«
ننګرهار په افغانستان کې د داعش ډلې تر ټولو مهم سنګر بلل کیږي، خو حکومت ادعا کوي چې اوس یي د دې ډلې قوت لمنځه وړی دی.