نوي ډهلي د اورګاډي۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتونونو بدل کړي
په هندوستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر په ډيريدو سره، د چارواکو ترمنځ هم د یادې وبا په هکله اندیښنې ډیرې شوي دي. اوس په نوي ډهلي کې د کرونا د ناروغانو له پاره ۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتون بدل شوي دي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، ټاکل شوې چې د هندوستان په پلازمینه نوي ډهلي کې د اورګاډي ۵۰۰ واګونونه د کرونا ناروغانو د درملنې له پاره په ګرځنده روغتون بدل شي.
په نوي ډهلي کې د ځايي حکومتي چارواکو په خبره، ټاکل شوې په نیږدې راتلونکې کې د کرونا ناروغانو آزموینې هم درې برابره لوړې شي.
نوی ډهلي اوس یو له هغو سیمو څخه شمیرل کیږي چې پکې کرونا ویروس ډیر خپور شوی دی او ځايي حکومتي چارواکي یې اندیښمن کړي دي.
یوازې په تیرو دوو ورځو کې په نوي ډهلې کې د کوید ۱۹ یا کرونا ویروس تر۲۰۰۰ ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي او دغه لړۍ همداسې په چټکۍ سره پرمخ روانه ده.
په هندوستان کې احمد آباد او ممبيي هم د هغو ښارونو په کتار کې دي چې د کرونا وبا له کبله ډیر ځپل شوي دي او پکې کرونا ویروس د خپریدو په حال کې دی.
تر اوسه پورې يوازي په نوي ډهلي کې د کرونا ویروس له ۳۹ زره څخه ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د دغه ستر او مهم ښار چارواکي د اندیښنې په څرګندولو سره وايي چې د جولای میاشتې تر نیمايي پورې ښايي په کرونا د اخته کسانو شمیر تر نیم میلیون واوړي.
د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې یوازې په نوي ډهلي کې تر اوسه پورې د کرونا وبا له کبله ۱۲۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کرونا وبا له کړکیچ سره د مبارزې له پاره اوس هندي چارواکو د «لایف لاین» په نامه د اورګاډیو یو داسې سیستم فعال کړی چې پر مټ یې لیرې پرتو سیمو روغتیايي خدمات رسوي.
د هندي چارواکو په خبره، دوی د اورګاډو۵۰۰ واګونونه په ګرځنده روغتونونو بدل کړي او غواړي په دې توګه د کرونا ناروغانو له پاره صحي خدمات وړاندې کړي.