نړيوال: افغانانو ته خپل امنیتی ځواکونه خطر دی
۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۰, سهشنبهپه هغه راپورټ کي چي د اکسفام لخوا خپور سوی راغلي چي ، د هغو ملکي وګړو په ډله کي چي په 2010 کال کي يې د بيلا بيلو امنيتي پيښو په ترځ کي خپل ژوند د لاسه ورکړی، په سلو کي 10 يې د افغان ځواکونو لخو وژل سوي دي. دغه سازمان پر نړيوالي ټولني ږغ کړی چي افغان ځواکونه په سمه توګه وروزي.
په جرمني کي د اکسفام سازمان مشر، پاول بينديکس، وايي که څه هم نړيوالي ټولني او افغان حکومت د افغان پوځي ځواکونو د روزلو لپاره په بيليونونو ډالر لګولي، خو دغه ځواکونو په وار وار ددې پر ځای چي د افغانانو امنيت ټينګ کړي دوی ته خطر پيښوي.
«په افغانستان کي خلک د خپلو امنيتي ځواکونو څخه ډير لوړ انتظارات لري.»
د اکسفام لخوا په خپور سوي راپور کي راغي چي داسي اسناد سته چي وښيي افغان ځواکونو د شپې لخوا عمليات کوي او پدې جريان کي يې د ملکلي وګړو د ساتني لپاره کومي لاري چاري هم نه دي سنجولي.
دغه راز داسي اسناد هم موجود دي چي ښيي ماشومان د افغان امنيتي ځواکونو په ډله کي جذب سوي او بيا پر هغوی باندي جنسي تيری سوی او يا هم پوليس د خلکو سره بد چلند کوي.
د روان کال په جولای مياشتي کي به نړيوال ځواکونه د 7 نسبتاً آرامو سيمو امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري دغه لړۍ به د 2014 کال تر پاي بشپړه سي او په دغه کال کي به د ټول افغانستان امنيتي چاري د افغانانو په لاس کي وي.
اکسفام او نور نړيوال سازمانونه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني څخه غواړي چي د پوليسو په روزنيزو پروګرامونو کي ښه بدلون راولي او هغه کسان چي د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سره يو ځای کيږي بايد چي د هغوی پر جرمي سابقي باندي کره کتنه وکړي.
«موږ پر افغان حکومت او د ناټو پر غړو هيوادونو ږغ کوو چي د پوليسو د روزولو له پاره نوي ميکانيزمونه جوړ کړي او د پوليسو لخوا د تاوتريخوالي مخه و نيسي.»
هغوی زياتوي چي ، د پوليسو روزنيز پروګړام بايد مخکي له دې چي د افغانستان امنيتي چاري افغانانو ته وسپاري، تغير وکړي.
په وروستيو لسو کلونو کي نړيوالي ټولني او په تيره بيا جرمني په افغانستان کي د قانون پر حاکميت ډير کار کړی خو بينديکس وايي چي افغان پوځيان د خپل هيواد د امنيتي چارو د په لاس کي نيولو له پاره چمتو نه دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ احمد ولي اڅکزي