نی: طالبانو په کندهار کې ۳ خبریالان نیولي دي
۱۴۰۲ مرداد ۲۳, دوشنبهد افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی ویلي چي د افغانستان په جنوب کندهار ولایت کې د طالبانو استخباراتو ریاست تیره ورځ ناوخته درې تنه خبریال نیولي دي.
په دې خبریالانو کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، د اطلاعات روز خبریال وحیدالرحمن افغانمل او شمس الله عمري دي. په کندهار کې ځینو سرچینو ویلي دي چې دغه خبریالان نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه موضوع تائید کړې او ویلي يې دي چې په دې وروستیو اونیو کې د خبریالانو په تړاو تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د ۶۰۰ افغان خبريالانو پرانیستی لیک
د نی په خبره چې په په تیره یوه اونۍ کې د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو دا ۸ مه پېښه ده.
تیره اونۍ په پکتيا کې د اريانا تلوېزيون سيمه ايز خبريال حبيب الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسئول فقير محمد فقيرزی او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ايز خبريال حسيب حساس هغه خبریالان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې نیول شوي دي.