هامبورګ: لسونو زره کسانو د ښي اړخي افراطیت پر ضد مظاهرې وکړې
۱۴۰۳ خرداد ۱۹, شنبهد پلازمېنې برلین په ګډون د المان په مُنشن یا مونیخ، کولن، دریسدن او لابزیک ښارونو کې هم نن شنبه (د جون میاشتې ۸ نیټه) د ښي اړخي افراطیت پر ضد د مظاهرو په لاره اچول کیدو خبر ورکول شوی دی.
په هامبورګ کې د الستر سیند د غاړې په اوږدو کې دغه مظاهرې د تصدیو، اتحادیو او مذهبي ټولنو له خوا را بلل شوي دي.
دغه مظاهرې د اروپايي پارلمان له ټاکنو دوه ورځې مخکې «د ښي ارخي افراطیت مخه ونیسئ- له دیموکراسۍ څخه دفاع وکړئ- رایه ورکړئ» تر شعار لاندې ترسره کیږي.
د کاتولیکي کلیسا د شورا مشر فیهرز، له ایالتي یهودي راهب بیستریتڅکي او د «ناس» په نوم په هامبورګ کې د اسلامي ټولنې د شورا له مرستیال سره په ګډه په سیاسي اختلافاتو کې د تاوتریخوالي د نشتوالي غوښتنه وکړه.
د اروپا انتخاباتو ته په اشارې سره د مظاهرې د پریکړه لیک اعلانونکي وویل:«دا اوس زمونږ په لاس کې ده چې اروپا په کوم طرف وړو. مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دغه لوری باید د پرمختګ، پيوستون او انسانیت وي.»
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا