1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهانگ کانگ

هانګ کانګ؛ ۱۴ فعالین د حکومت پرضد توطئې له امله محکوم سول

۱۴۰۳ خرداد ۱۰, پنجشنبه

په هانگ کانگ کې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د ديموکراسي پلوه فعالانو پر وړاندي د يوې سترې محاکمې په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ م کال په مظاهرو کې ۱۴ گډون کوونکي مجرم وپیژندل او دوو تنو ته یې برائت ورکړ.

https://p.dw.com/p/4gRyK
هانگ کانگ، د ډیموکراسۍ د ملاتړو د اعتراض کوونکو په وړاندي محاکمه انځور: Tyrone Siu/REUTERS

دغه اعتراض کوونکي د حکومت په وړاندي د توطئې په تور محاکمه سول. د هغوی سزا وروسته ټاکل کیږي. محکوم سوي کسان له دریو څخه نیولې تر ابدي بندیگرت د سزا له گواښ سره مخامخ دي.

د محکمې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وو. په محکمه کې له امریکا متحده ایالاتو ، بریتانیې او اروپا څخه هم ډیپلوماټانو گډون درلود.

د نوموړي ساحې پر شاوخوا ډیر شمیر امنیتي ځواکونو او د پولیسو موټرو گزمې کولې.

Hong Kong | Prozess gegen Pro Demokratie Demonstraten
د محکمې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیول سوي وو.انځور: Tyrone Siu/REUTERS

د اعتراض کوونکو ځیني ملاتړکوونکي ټوله شپه د نوبت په کتار کې ولاړ وو، څو په محکمه کې یو ځای پیدا کړي. یوه ۳۵ کلن سړي چې له نیمې شپې څخه یې انتظار ایسته، وویل:« دلته راغلی یم ځکه چې دا د هانگ کانگ له پاره یوه بحراني او تاریخي شیبه ده.» هغه زیاته کړه چې تورنو کسانو د بدلون په تمه، هم د ځان او هم د هانگ کانگ د خلکو له پاره په اعتراضونو لاس پوری کړی وو.

امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو دغه يوه سياسي انګیزه لرونکې محاکمه وبلله او پر هغې باندي یې انتقاد وکړ.

په هانگ کانگ کې په ۲۰۱۹ م کال کې د ملي امنیت د قانون د طرحې په وړاندي د اعتراض په توگه د ډیموکراسۍ د پلویانو پراخې مظاهرې پیل سوې.

اعتراض کوونکو دا دلیل راوړه چې نوموړی قانون هغه آزادۍ  نقض کوي چې په ۱۹۹۷ کال کې د بریتانیې له خوا چین ته د هانگ کانگ د بیرته ورگرځولو پروخت تضمین سوي وې. چین بيا وروسته دغه قانون تصویب کړ.

(Reuters)gp/bs