هره ورځ نژدې ۳۰ زره انسانان بې کوره کيږي
د نړۍ په کچه هره ورځ ۲۸۳۰۰ تنه انسانان دې ته اړ کيږي چې خپل کورنه پريږدي او یا مهاجر شي. په حاضر وخت کې افغانستان تر سوريې وروسته د زياتو مهاجرو په لرلو دويم ځای لري.
نړۍ
په اوس وخت کې د نړۍ په کچه ۶۵ اعشاريه ۶ ميليونه انسانان جبرا خپلو کورونو پريښودو ته اړ ايستل شوي دي.
مهاجر
اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۲۲ نيم ميليونه انسان د مهاجرت ژوند کوي.
په ورځ کې
هره ورځ د نړۍ په کچه ۲۸۳۰۰ تنه انسانان مهاجرت او يا خپلو کورنو پريښودو ته اړ ايستل کیږي.
ماشومان
د نړۍ د پنځه ويشت نيم ميليون مهاجرو څخه ۱۷ اعشاريه ۲ ميليونه يې ماشومان تشکيلوي
فلسطيني مهاجر
د نړۍ له مهاجرو څخه ۵ اعشاريه ۳ ميليونه يې فلسطيني مهاجر دي چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې لخوا راجستر شوي دي.
بې کوره
اوس مهال په ټوله نړۍ کې ۱۰ ميليونه انسانان په بې کورۍ کې ژوند کوي.
تر ټولو زيات مهاجر
سوريه، افغانستان او سويلي سوډان د نړۍ تر ټولو زيات مهاجر (۵۵ سلنه برخه) تشکيلوي.
سوريه
سوريه د نړۍ تر ټولو زيات (پنځه نيم ميليونه) مهاجر لرونکی هيواد دی.
افغانستان
افغانستان د دوه نيم ميليونه مهاجرو په لرلو دويم هيواد دی.
سويلي سوډان
دغه ملک د ۱ اعشاريه ۴ ميليونو مهاجرو په لرلو د نړۍ په کچه دريم تر ټولو زيات مهاجر لرونکی هيواد دی.
ځاي پرځای شوي مهاجر
يوازې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۹۳۰۰ مهاجر ځای پرځای شوي دي.
کمپونه
د مهاجرو د ځاي په ځاي کيدو لپاره لمړني کورونه د سترو کمپونو په بڼه تياريږي.
نوي ژوند
د سوريايي مهاجرو د يو کمپ يوه څنډه. په کمپ کې نوی ژوند تر ډيره بريده يوه ترخه تجربه هم وي.
ښه ژوند
اروپا ته د اکثرو مهاجرو د تلو يو عمده مقصد ښه ژوند لرل او تر يو بريده کاروبار دی.
سخت تکليفونه
په تيرو درو کلونو کې تر ډيره اروپا ته مهاجرتونه وسول، په دې لار کې مهاجر سختو تکليفونو سره مخ کيږي.
مرګونۍ کال
۲۰۱۶ کال د مهاجرو لپاره تر ټولو مرګونی کال وو. يوازې اروپا د تلو پر وخت سمندر کې شاوخوا ۴۵۰۰ انسانان اوبو کې مړه شول.
خيريه کارونه
يوازې د ملګرو ملتونه د مهاجرت اداره د نړۍ په ۱۳۰ هيوادونو کې د مهاجرو په چارو کې مرستندويه فعاليتونه کوي. په دې برخه کې نور سازمانونه هم اخته دي.
سرچينې:
ارقام: د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره. انځورنه: دويچه ويله آرشيف. چمتو کونکی: محمد کريم صالح