1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانيا اوکراین ته د الوتکو ضد توغندي او جنګي ټانکونه ورکوي

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

هسپانيا ويلي دي چې له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ په ادامې غواړي دغه هیواد ته د الوتکو ضد توغندي او لئوپارد ډوله محاربوي ټانکونه ورکړي. هسپانيا تر دې وړاندې اوکراین سره د سپکو وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو مرستې درولودلې دي.

https://p.dw.com/p/4CIoI
Kampfpanzer vom Typ Leopard 2
د آرشیف انځورانځور: Imago/teutopress

د رويټرز خبري آژانس په حواله، دغه خبر د ال پائیس (EI Pais) په نوم ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ د حکومتي سرچينو له قوله خپور کړی دی. رويټرز له مادريد څخه ليکي چې هسپانيا به همدارنګه اوکرایني ځواکونو ته د دغو ټانکونو د استعمال ضروري پوځي زدکړې هم ورکوي.

دغه زده کړې به په لاتويا هيواد کې ورکول کيږي چېرته چې هسپانيا په کې د ناټو د پوځي پرمختللي عملیات په چوکات کې ۵۰۰ عسکر لري. زیاته شوې چې د پوځي زده کړو دوهمه مرحله به په هسپانيا کې وي.

د سرچينې په حواله، د هسپانيا دفاع وزارت کيف ته د الوتکو ضد توغندويو د لیږد پروسې د نهايي کولو په حال کې ده. زياته شوې چې د الوتکو ضد دغه توغندي د ټيټې سطحې دي چې د هسپانيا پوځ پر لا پرمختللي سیستم باندې سمبال کړي دي.

هسپانيا تر اوسه اوکراین ته د مهماتو، د فردي محافظت تجهیزاتو او د سپکو وسلو مرسته کړې ده.

حکومتي منابعو ال پائیس ورځپاڼې ته ويلي دي چې اوکراين سره د لا ډير پوځي ملاتړ آفر وروسته له هغې شوی چې د هسپانيا صدراعظم پيدرو سانچیس د اپریل په ۱۲مه اوکراین ته ولاړ او هلته ېې له ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي سره ولیدل. خو دغه کار د عملیاتو د مغلق والي په خاطر ځنډېدلی وو.