هغه هیوادونه چې ډیر داخلي بې ځایه شوي لري
په ټوله نړۍ کې د شخړو، زورزیاتیو او بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله په تيرو څو کلونو کې ۴۰،۳ میلیونه انسانان په خپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي دي.
۱. کولمبیا
کولمبیا د نږدې ۷،۵ میلیونو داخلي بې ځایه شویو کسانو په لرلو سره په نړۍ کې لومړی هیواد دی چې ډیر داخلي بې ځایه شوي لري.
۲. سوریه
سوریه هم په دې وروستیو کې د جګړو له امله نږدې د ۶ نیم میلیونه داخلي بې ځایه شویو کسانو په لرلو سره دوهم مقام لري.
۳. عراق
عراق هم د ناامنیو او جګړو له امله ۳،۶ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري او په دریم مقام کې دی.
۴. د کانګو جمهوریت
د افریقا په لویه وچه کې د کانګو جمهوریت هم شاوخوا ۲،۲ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري او په څلورم مقام کې دی.
۵. سوډان
سوډان هم د شاوخوا ۲،۲ میلیونو داخلي بې ځايه شوو کسانو په لرلو سره پنځم مقام خپل کړی دی.
۶. ناجیریا
نایجیریا هم د ۲،۲ میلیونو داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په شپږم مقام کې دی.
۷. یمن
یمن هم د جګړو له امله شاوخوا ۲ میلیونه داخلي بې ځایه شوي لري.
۸. جنوبي سوډان
جنوبي سوډان هم د شاوخوا ۱،۸ میلیونه داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په اتم ځای کې دی.
۹. اوکراین
اوکراین هم د ۱،۸ میلیونه داخلي بې ځایه شوو کسانو په لرلو سره په نړۍ نهم ځای لري.
۱۰. افغانستان
افغانستان هم له بده مرغه د جګړو او نا امنیو له امله شاوخوا ۱،۷ میلیونه داخلي بې ځایه کسان لري او د نړۍ په کچه لسم هیواد دی چې ډیر داخلي بې ځایه شوي کسان لري. دغه معلومات د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) را ټول کړي.