هند: د يوه مندر په دروازه کې ټيل ماټيل د ۶ کسانو ژوند اخیستی
۱۴۰۳ دی ۲۰, پنجشنبهد هندي چارواکو د معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۸مه) د هند د اندهراپرادیش ایالت په جنوب کې د سري - وینکاتیسوارا- سوامي مندر مخې ته په داسې حال کې ګډوډي رامنځته شوه چې خلک مندر ته د ننوتو د کارتونو د په لاس راوړلو له پاره سره راټول سوي وو.
په دې معبد کې يو لس ورځنی کلنی جشن ترسره کیده.
د هند د «اندين ايکسپريس» ورځپاڼې په حواله په وژل شویو کې لږ تر لږه درې ښځې هم شاملې دي. ورځپاڼې زياته کړې ده چې لږ تر لږه ۳۰ کسان سخت ټپيان سوي هم دي چې روغتونو ته انتقال سوي دي.
د هند صدراعظم ، نریندرا مودي د قربانیانو کورنیو ته خپله همدردي ښودلې ده.
په هند کې د سترو مذهبي مراسمو په ترڅ کې په وار وار دا ډول پیښې رامنځته کیږي، دا ځکه چې د انسانانو ډیر جمعیت په سمه توگه نه اداره کیږي. سربیره پردې امنیتي نيمګړتیاوي هم موجودي وي. د تیر کال په جولای میاشت کې د هند په شمالي ایالت، اترا پرادیش کې د هندوانو د مذهبي مراسمو په ترڅ کی ۱۲۱ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د مندر مخی ته د چهار شنبې ورځې پیښه د هندوانو د کومبه - میله - فیستیوال له پیل څخه څو ورځي مخکې رامنځته سوې ده. دغه فیستوال یو ستر شپږ اونیز جشن دی چی د هغه د تنظیم کوونکو په حواله پکښي تر ۴۰۰ میلیونو کسانو د راتگ تمه کیږي.