هند ولي سپوږمۍ ته د سپوږمکۍ ماموریت لغو کړ؟
۱۳۹۸ تیر ۲۴, دوشنبهد هندوستان فضايي ادارې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای میاشتې۱۵مه نیټه) سپوږمۍ ته سپومږکۍ ماموريت د «تخنیکي ستونزو» له کبله لغو کړ.
د هندوستان د فضأيي تحقیقاتو سازمان (آی. اس. آر. او) په دې هکله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د ډیرې پاملرنې په توګه، د نن ورځې له پاره د چاندرایان ۲ ماموریت لغو شو.» یاد سازمان لیکلي دي چې د سپوږمکۍ د توغولو تازه تاریخ به وروسته اعلان شي.
د هندوستان فضايي ادارې د تخنیکي ستونزې د ډول په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي. هندوستان غوښتل چې د چاندرایان ۲ چې له سانسکریت ژبې اخیستل شوی او د «سپوږمۍ موټر» په معنی دی، خپله دغه سپوږمکۍ د هندوستان په جنوب کې د سریهاری کوتا له مرکز څخه په ځايي وخت د شپې په ۲ بجو او ۵۱ دقیقو وتوغوي.
د هندوستان د فضايي ادارې مشر کې سیوان د سپوږمکۍ تر توغیدو وړاندې ویلي وو چې که چیرته د دوشنبې په ورځ کوم ځنډ رامخې ته شي، ښايي دغه ماموریت بیا د سه شنبې په ورځ له سره پیل شي.
ټاکل شوې چې دغه سپوږمکۍ به د سپتمبر میاشتې په لومړیو کې د سپوږمې په یوه لیرې څنډه کې ښکته شي څو په سپوږمۍ کې د اوبو د نښانو په هکله خپلې پلټنې پیل کړي. تر دې وړاندې په ۲۰۰۸م کال کې د هند یوې بلې سپوږمکۍ یعنې چاندریان ۱ د سپوږمۍ په دې برخه کې د اوبو د زراتو شتون تائید کړی وو.
په فضا کې نوی رقابت
که چیرته د ۱۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د هندوستان د چاندریان ۲ دغه ماموریت په بریالیتوب سره ترسره شي، تر امریکا متحده ایالاتو، چین او روسیې وروسته به هندوستان څلورم هیواد وي چې په سپوږمۍ کې کنټرولیدونکی ماموریت ترسره کوي.
د هندوستان له لوري سپوږمۍ ته تلو دغه ماموریت د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې د چین تر ماموریت وروسته تر ټولو تازه هڅه ده. تر دې وړاندې د اسرائیلو یوې سپوږمکۍ د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې د سپوږمۍ په سطحه ټکر وکړ چې له کبله یې ماموریت له ماتې سره مخ شو.
د هندوستان ملتپاله لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپل هیواد فشار راوړی څو د فضا د تکنالوجۍ په برخه کې خپلې وړتیاوې نړیوالو ته وښيي. د چاندریان ۲ سپوږمکۍ زیاتره برخې او پرزې په خپله په هندوستان کې ډیزاین او تولید شوي دي.
د هندوستان فضايي اداره غواړي چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې فضا ته له یوه انسان سره خپل ماموریت ترسره کړي. مودي همدا راز غوښتنه کړې چې د خپل هیواد فضايي اداره دې د ۲۰۲۲م کال تر پایه پورې سپوږمۍ ته یو نجومي هم ولیږي.
kh.nz / Reuters, dpa, AP
زموږ له آرشیف څخه: