هند ولې د روسي توغندویو پيرلو ته لیواله دی؟
د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتين هند ته د خپل سفر پر مهال له دغه هیواد سره د ۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د اس۴۰۰ ډوله توغندیو د پيریدلو تړون لاسلیک کړ. هند ولې د هوایې دفاع له دغه سیستم سره لیوالتیا لري؟
"مخکې له مخکې د اړیکو بهترول"
د دغه تړون تر لاسلیک کیدو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د خپلمنځي اړیکو د لا زیاتو پراخولو خبر ورکړ. دا په روان (۲۰۱۸) ميلادي کال کې د دواړو مشرانو دریمه لیدنه کتنه ده.
د اس۴۰۰ ډوله هوایي توغندیو دفاعي سیستم څه شي دی ؟
د پوځي سرچينو په خبره د اس۴۰۰ ډوله هوایې توغندیو دفاعي سیستم د ۴۰۰ کیلومترو په واټن کې په یو وخت د ۴۰۰ هدفونو د تشخيص او په عين وخت کې له ۱۲ هدفونو سره د مقاومت توان لري. دا هدفونه کیدای شي جنګي الوتکې، کروز توغندي او یا هم بالیستیک توغندي وي. دا سیستم په اوس وخت کې په نړیواله کچه د هوایي دفاع په برخه کې یو له تر ټولو مودرنو سیستمونو څخه دی.
شخړیزه سیمه
هند د خپلواکۍ راهیسې تر اوسه پورې څلور ځله له پاکستان او یو ځل له چين سره په جګړه کې ښکیل شوی دی. د هند پوځ له نږدې یو میلیون ۳۰۰ زره پرسونل سره د نړۍ په سترو پوځونو کې راځي. هند د روسي وسلو یو له پخوانیو پیریدونکو څخه دی.
د ځواکونو د توازن تامين
پر دغه سیستم د هندي پوځ سمبالیدل له یوې خوا له چين او له بلې خوا له پاکستان سره په سیمه کې د قواو د توازن د تامين په برخه کې ډیر مهم دي.
نورې خریدارۍ هم په لاره کې دي
هند د هوایي دفاع پر دغه سیستم سربیره د خپلو سمندري ځواکونو د پیاوړي کولو له پاره له روسیې څخه څلور جنګي بیړۍ هم پیرلي دي. د هند سمندري ځواکونو تر اوسه پورې ۶ داسې بیړۍ رانیولي دي.
فضايي اتومي پروګرام
دواړو مشرانو په نوي ډهلي کې په هندوستان کې د ۸ اټومي بټیو د جوړولو تړون هم لاسلیک کړ. فضاء ته د هند د ستور مزلو استول هم له هغو مواردو څخه وو چې دواړو مشرانو یې په اړه موافقه وکړه.
تیر ته ستنیدنه؟
د سړې جګړې پر مهال د هند د اړتیا وړ وسلو ۸۰ سلنه د پخواني شوروي اتحاد له خوا تامينېده. آیا د دې نویو تړونونو لاسلیک کول به د تیرو وختونو سیاست ته د بیرته ګرځیدو په معنی وي؟
هند ته د امریکا خبرداری
د "CAATSA" په نوم د قانون له مخې چې تیر کال د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا لاسلیک شوی وو، که یو هیواد له روسیې سره پوځي یا اطلاعاتي (استخباراتي) اړیکي ولري، کیدای شي د امریکا له بندیزونو سره مخامخ شي. د امریکا د دفاع وزارت سلاکار راندال شریور، وویل: «دا موضوع چې هند غواړي له روسیې څخه اس ۴۰۰ ډوله توغندي وپیري، له مختلفو اړخونو څخه د اندیښنې وړ ده.»