هند کې د ښوونځي مدیره د غوښې راوړلو له کبله نیول شوې
۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه»د ټايمز اُف اينديا« ورځپاڼې په حواله د ښوونځي د دغې ۵۶ کلنې مديرې پر ضد د مذهبي احساساتو د عمدي پارونې او د بېلو ډلو ترمنځ د تربګنۍ د ودې د تورونو له کبله پلټنې پيل شوې دي. دغه خبره د پوليسو يوه وياند کړې ده.
هندوان په خپل دین کې غواګانې سپېڅلې ګڼي او ان عبادت یې کوي او له همدې کبله په هندوستان کې ډېری خلک د غواګانو غوښه نه خوري. د دغو حيواناتو وژل او حلالول هم له دې مخې د هند په ډېرو برخو کې منع شوي دي.
د هند په آسام آيالت کې چېرته چې دغه مديره هم ژوند کوي، په اکثريت هندو مېشتو سيمو کې د غويي غوښې خرڅلاو ممنوع دی. مسلمانان په هند کې ۱۴ سلنه تشکيلوي او په دې ترتيب تر ټولو ستر مذهبي اقليت دی. ځايي رسنيو خبر ورکړی دی چې د ښوونځي دغه مديره ونيول شوه ځکه چې د پنجشنبې په ورځ په هغې باندې حقوقي دعوا شوې وه. دعوا کوونکی کس له دې امله راپارېدلی وو چې یادې ښځې داسې يوه ځای ته د غويي غوښه له ځانه سره راوړې وه چېرته چې د بېلو مذاهبو خلک سره ګوري.
ن.ص./خ.ح. (dpa)